په لبنان کې د ایران سفیر بیروت سره اړیکې مهمې وبللې
په بیروت کې د اسلامي ایران سفیر تاکید وکړ چي لبنان د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره له ځانګړی اهمیت او ځایګي څخه برخمن دی.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان چي د خپل لبنانی سیال په بلنې سره، تېره اوونۍ بیروت ته تللی و، د جمعې په ورځ د لبنان له لومړي وزیر، خارجه وزیر، د پارلمان مشر او د حزب الله له سرمنشي سره، ملاقات وکړ. هغه له لبنان نه وروسته سوریې ته لار او د سوریې له ولسمشر سره سلامشورې وکړې. په لبنان کې د ایران سفیر مجتبی اماني ایران پرس خبریال ته وویل: لبنان ته د ایران د خارجه وزیر سفیر د دواړو هیوادونو تر مینځ د سلامشورې په موخه تر سره شوی دی. هغه د لبنان له چارواکو سره د ایران د خارجه وزیر ملاقات ته په اشارې سره، زیاته کړه: په دغو کتنو کې د سیمې د حالاتو او همدارنګه د مقاومت د محور په هکله مهمې خبرې اترې تر سره شوي دي.
اماني په لبنان کې د ایران له لورې د ایټمي بټۍ د جوړولو وړاندېز ته په اشارې سره وویل: ایران له مخکې لبنان ته وړاندیز کړی وو چي که غواړي، ایران به ورته د برېښنا د تولید لپاره ایټمي بټۍ جوړه کړي.
هغه زیاته کړه: په لبنان کې د کابینې او د ولسمشر د ټاکلو په سر د لانجو د امله موجوده حکومت له پوره صلاحیت څخه برخمن نه دی چي په دې اړه پرېکړه وکړي، نو ځکه دا کار اوس لپاره ځنډېدلی دی.