په ایران کې د قرآنۍ نړیوالو سیالیو پېلېدا
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i126276-په_ایران_کې_د_قرآنۍ_نړیوالو_سیالیو_پېلېدا
د ایران په اسلامي جمهوریت کې د قران د نړیوالو سیالیو نهه دیرشم پړاو د واحد کتاب واحد امت په شعار سره د مشهد په سپېڅلي ښار کې پیل شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 16, 2023 04:07 Asia/Kabul
  • په ایران کې د قرآنۍ نړیوالو سیالیو پېلېدا

د ایران په اسلامي جمهوریت کې د قران د نړیوالو سیالیو نهه دیرشم پړاو د واحد کتاب واحد امت په شعار سره د مشهد په سپېڅلي ښار کې پیل شو.

زمونږ د خبریال له راپور سره سم، په دغه سیالیو کې د ترتیل د قرائت، د حفظ او د تحقیقي قرائت په څانګو کې د ۸۰ هیوادونو د اثار څېړل کیږي.

دغه سیالۍ په انلاین ډول تر سره کیږي او د قرائت په برخه کې ټوله اثار او ویډیوګانې په نورو هیوادونو کې د ایران د سفارتونو او قرآني موسساتو له خوا تر لاسه کیږي او داورانو لپاره استول کیږي د ټاکل شویو اثارو ایډیټ به هم د ایران د نشریاتي سازمان له لورې تر سره شي.

تېر پړاو کې د نړۍ له ۶۸ هیوادونو څخه قاریان په سیالۍ کې برخه اخیستي وه.

ټاکل شوې چي د روانو سیالیو فاینل د نبی اکرم ص د مبعث له کلیزې سره هممهاله تر سره شي.