انګلستان په اطلاعاتي او استخباراتي ماتې لالهانده اوغوسه شوی دی
انګریزان د خپل جاسوس په پانسي کیدا خپه نه دي،او خپلو سپيرو موخو ته درسیدا لپاره تل قرباني ورکوي،خو په استخباراتي او اطلاعاتي ناکامۍ سخت لالهانده اوغوسه دي.
د ایران د اسلامی شورا د بهرنی سیاست او ملی امنیت د کمیشن مرستیال مشرابراهیم عزیزي ټينګار وکړ،انګریزان د خپل جاسوس په پانسي کیدا خپه نه دي،او خپلو سپيرو موخو ته درسیدا لپاره تل قرباني ورکوي،خو په استخباراتي او اطلاعاتي ناکامۍ سخت لالهانده اوغوسه دي.
د انګلستان د جاسوسی استخباراتي ادارې یو جاسوس علیرضا اکبری وړمه ورځ پانسي شوی دی. د هغه تورونه،چې ایرانی بریتانیائی شهریّت ئې درلود،افساد فی الارض او د انګریز حکومت د استخباراتي ادارې لپاهر ئې د جاسوسۍ له لارې د ایران دداخلی او بهرني امنیت په ضد پراخ اقدامات ووچې قضایه قوې له ارزونو وروسته په پانسۍ محکوم او دغه فیصله هم وړمه ورځ اجرا شوي ده.
ابراهیم عزیزي دغه راز په ایران کې دانګریزانو د جاسوس په پانسۍ د لویدیځي هیوادونو غبرګونونو ته په اشارې سره ووئیل، د ملی ګټو او د اسلام او اسلامی انقلاب د ارزښتونو دخوندي ساتلو په خاطر دقوانینو په اساس عمل کوو، په داسې حال کې چې لویدیځوال په ظاهره او دبشری حقوقو د ځينوموضوعګانو په پوښښ کې ددرست بشریّت پر حقوقو ډاکه اچوي او ورباندې ظلم کوي.
هغه دغه راز ووئيل، په درستې نړۍ کې له جاسوسو عناصرو سره پریکنده چلند کیږی او طبیعي خبره د ه ،یوه نړیواله منل شوې چاره ده .لویدیځوال په تیره بیا انګریزان د اکبری او دهغه په څير د نورو لپاره هیڅ اندیښنه نه لري، ځکه چې انګریزان معمولان خپلو موخو ته درسیدا لپاره خپل عناصر قرباني کوي.