دایران ځینې مطبوعات
حسین امیر عبداللهیان سوریې ته د خپل سفر په پیل کښې د دغه هیواد له ولسمشر بشارالاسد سره کتنه او د نظر تبادله وکړه.
نن خپل پروګرام د تهران چاپ په ایران ورځپاڼې سره پیلوو چی په خپل لومړی مخ یې د ایران د خارجه وزیر او سوریې ولسمشر غټ انځور چاپ کړې دې او لیکلی یې دي چی امیر عبداللهیان له بشار سره کتنه وکړه او دا چی ښاغلی اسد د خپل ایراني همڅنګ سید ابراهیم رییسي لپاره بلن لیک ورلیږلې دې . ورځپاڼه په دې اړه په یوه راپور کې لیکی د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سوریې له ولسمشر سره په کتنه کښې وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت د سوریې امنیت او پرمختګ خپل امنیت او پرمختګ ګڼي او له سوریې څخه پياوړی ملاتړ به جاري وساتي
حسین امیر عبداللهیان سوریې ته د خپل سفر په پیل کښې د دغه هیواد له ولسمشر بشارالاسد سره کتنه او د نظر تبادله وکړه.
هغه په دغه کتنه کښې د دواړو هیوادونو د چارواکو ترمینځ سلامشورو او نزدې ملګرتیاؤ ته په اشارې سره دا سفر د دلچسپۍ وړ دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو موضوګانو د ایران او سوریې د سلامشورو د دوام او بشپړتیا په لړ کښې وباله.
د اسلامي ایران خارجه وزیر د سوریې د بهرنیو اړیکو د پراختیا له بهیره د خوښۍ په څرګندولو سره، دغه بدلون په سیمه کښې د سوریې د اهمیت او مهم موقعیت نښه وبلله.
په دغې کتنې کښې د سوریې ولسمشربشار اشد هم د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت امام خامنه ای او د ایران ولسمشرابراهیم رییسي ته د خپلو تاودو سلامونو د ورلیږلو په ترڅ کښې زیاته کړه د ایران اسلامي جمهوریت سوریې ته ډیرنزدې هیواد دی او په جنګ کښې هم زمونږ تر څنګ ودریده او مونږ به د ایران د اسلامي جمهوریت ملاتړونه هیر نه کړو. هغه سوریې ته د ایران د ولسمشرابراهیم رئیسي د راتلونکي سفر په اهمیت په ټینګار سره د ګډو هلوځلو په هدف د دمشق په چمتووالي او جدي هوډ اود دغه سفر زیات بریالیتوب لپاره په زمینه جوړونې ټینګار وکړ.
ورځپاڼه په یوه بل ځای کې لیکی انګلستان ویلی دی د اکبری په غم کې دغدار یو . اکبری د ایم ای سیکس د جاسوسی سازمان جاسوس وو چی له نیول کیدا وروسته په یوه قضایی پروسه کې په پانسۍ محکوم او حکم یې اجرا شو .
د ایران د فټبتال وتلې لوبغاړې طارمی په ۲۰۲۲ کال کی د اسیا ستر ګول کونکې شو .
داسلامي ایران او پاکستان د تجارت د پراختیا موافقه لاسلیک شوه .
د فرانسې خلکو د سونګو د بحران له ویرې په پټرول پمپونوکې ګڼه ګوڼه جوړه کړه ، په دې ډول چی په لسګونو پټرول پمپونه وتړل شول .
کیهان
دغې ورځپاڼې بیا په تهران کې د سویټرزلینډ د سفارت مخې ته د باچا د پور غواړو په غونډه کې د ایراني ملت د ۵۶ میلیارډ ډالره شتمنیو په ورستنولو د ټینګار غونډې ته انعکاس ورکړې دې او لیکی چی ګڼ شمیر خلکو پرون د سویټرزلینډ سفارت مخې ته په غونډه کې ویلی دی چی دغه شتمنۍ دې راستنې کړې شي .
په امریکا کې په میاشت کې اویا میرمنې د رسمي او غیر رسمي خاوندانو په لاس وژل کیږي .
روسیه وایی لویدیځوال په ایټمی خبرو کې د پرمختګ چمتووالې نلري .
د کورني او میرمنو په چارو کې د ایران د ولسمشر مرستیالې میرمن خزعلی وایی د لویدیځ قوانینو میرمنه د یوه څیز په شان د سړیو په اختیار کې ورکړی ده .
د صیهونیسټ رژیم مشر وایی که وضعیت همداسې دوام پیدا کړی نو اسراییل به څو ټوټې شي .
ملګرو ملتو په یوه راپور کې ویلی دی د افغانستان نیم نفوس له لوږې کړیږي .
۶۵ فیصده جاپانیان د دغه هیواد د پارلیمان د ړنګولو غوښتونکي دي .
کنعاني وایی په اروپا کې د بشری حقوقو دمدعیانو شورماشورله قانونه د دوي تښته ده .ورځپاڼه د ایران د خارجه وزارت د ویندوی له قوله په یوه راپور کې لیکی چی په ایران کې د انګریزانو د یوه جاسوس علی رضا اکبري د پانسۍ د فیصلې په اجرا او ددغې فیصلې په اجرا د انګریز حکومت له غبرګون وروسته او همداراز د انګلستان په پارلیمان کې د خارجه وزیرې په ایراني ضد څرګندونو پسې وویل د ایران د اسلامی جمهوریت په ملی امنیت په تیری کې د بریتانیا اقدام د ایران داطلاعاتي او قضائي ادارو له کلک ځواب سره مخ شوی دی. هغه زیاته کړې ده د انګلستان استعمار شورماشور او له لندنه په اروبا کې د بشری حققوو ډځینو مدعیانو ملاتړ له قانونه ددوي د تښتې او د د قانون دماتونې نښې نښانې دي.
د ایران د خارجه وزارت ویندوي وويل دبریتانیا حکومت چې د پاچائي کورنۍ غړ ی ئې د پنځه ویشتو بې ګناه انسانانو وژله دشطرنج د مهرو په حذفولو کې ویني ، او ورباندې خیځل هم نه دی ، له هغو کسانو سره یو ځای چې پر دغه جنګی جنایت ئې سترګې پټې کړي دي ، د بشری حقوقو په باب نورو ته د وعظ صلاحیّت نه لري.
پولیټیکو خپرونې په یوه راپور کې لیکلی دی چی په اروپا کې اته میلیون کسان بیکاره شوی دی او د زیات مصر ف لرونکیو صنایعو د ډیفالټ کیدا خطر موجود دې .