د ایران د خارجه وزارت ویاند:
د سیمې له امنیت سره مرسته، د ایران اصولي سیاست دی
د ایران د خارجه وزارت ویاند د دې په بیانولو چي په سیمه کې د امنیت له ټینګېدو سره، مرسته د ایران اصولي سیاست دی، وویل: په وروستیو کلونو کې د ایران هلې ځلې په سیمه کې د ترهګرو له لورې د حکومتونو د ړنګېدو مخنیوی کړی دی.
د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعانی چافي په یوه غونډه کې وویل: د ایران هیواد له زیاتې مودې را په دې خوا د استراتیژیکو لاملونو او بې شماره شتمنی په خاطر د نیواکګرو له دسیسو او یرغلونو سره لاس په ګرېوان پاته شوی دی.
هغه زیاته کړه: ایران د اسلامي انقلاب د پرتمینې بریا په لومړیو کې د خپل ګاونډ له یرغل سره مخ شو، چي د بهرنیانو له سیاسي، فوځي او استخباراتي مرستو څخه برخمن وو، دغه تپلې جګړه اته کاله دوام وکړه.
کنعاني جوته کړه: د ایران نظام د امریکې د دولت له لورې د اشوا شوي سندونو په اعتراف سره، د اسلامي انقلاب د بریا له همهغه لومړیو ورځو څخه د امریکې د نظام د بدلولو د دسیسې هدف وګرځېده، لیکن د ایران اسلامي جمهوریت د ځایي ظرفیتونو په مټ خپل مخنیوونکي او دفاعي توان زیات کړ او خپل ملي امنیت یې مضبوط کړ.
هغه یادونه وکړه چي ایران د ټروریزم او د مخدره موادو سره، په مبارزه کې زیات لګښتونه ګاللي دي او د سیمي امنیت یې اصولي سیاست جوړوي.