اوکراین کښې هیلي کوپټر غورځیدلی چارواکي وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i126410-اوکراین_کښې_هیلي_کوپټر_غورځیدلی_چارواکي_وژل_شوي
زمونږ خبریال راپور راکړی کیېف کې چورلکه غورځېدلې؛ کورنیو چارو وزیر له دوو نورو جګپوړو چارواکو سره وژل شوی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 18, 2023 11:03 Asia/Kabul
  • اوکراین کښې هیلي کوپټر غورځیدلی چارواکي وژل شوي

زمونږ خبریال راپور راکړی کیېف کې چورلکه غورځېدلې؛ کورنیو چارو وزیر له دوو نورو جګپوړو چارواکو سره وژل شوی.

د اوکرایین د کورنیو چارو وزیر 'دېنیس موناڅېرسکي' په ګډون ۱۸ کسان د دغه هېواد پلازمېنې کیېف کې د یوې چورلکې غورځېدو پېښه کې وژل شوي دي.‌

دا چورلکه د پلازمېنې د ختیځ بروواري سیمې کې د یوه وړکتون څنګ ته راغورځېدلې ده.

رپوټونه وايي‌ پېښه کې ۳ ماشومان هم وژل شوي‌ او ۱۵ نور ټپیان دي.

له ښاغلي موناڅېرسکي‌ سره دې چورلکه کې اته نور کسان سپاره وو.‌

 

چارواکو ‌ويلي‌ په دوی کې د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالان 'یووګین ېنین' او 'یوري لوباکووېچ' هم شامل دي.

د اوکرایین د ملي‌ پولیسو مشر اېهور کلېنکو پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي‌ چې غورځېدلې چورلکه د اوکرایین د بېړنیو خداماتو وزارت اړونده وه.

د کیېف سیمه ییزې پوځي ادارې مشر اولکسي کولیبا ويلي دې پېښه کې د ۱۸ کسانو پر وژل کېدو سربېره ۲۹ نور ټپیان دي.‌

هغه دا یوه غمیزه بللې.‌

د چورلکې تر غورځېدو وروسته وړکتون ته نږدې اورلګېدلی دی.‌

 

لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي چې د پېښې پر مهال هوا تیاره وه او دا چې ګواکې چورلکه د ملکي‌ استوګنې یوې ودانۍ ته نږدې له غورځېدو مخکې له وړکتون سره جنګېدلې ده.‌