اوکراین کښې هیلي کوپټر غورځیدلی چارواکي وژل شوي
زمونږ خبریال راپور راکړی کیېف کې چورلکه غورځېدلې؛ کورنیو چارو وزیر له دوو نورو جګپوړو چارواکو سره وژل شوی.
د اوکرایین د کورنیو چارو وزیر 'دېنیس موناڅېرسکي' په ګډون ۱۸ کسان د دغه هېواد پلازمېنې کیېف کې د یوې چورلکې غورځېدو پېښه کې وژل شوي دي.
دا چورلکه د پلازمېنې د ختیځ بروواري سیمې کې د یوه وړکتون څنګ ته راغورځېدلې ده.
رپوټونه وايي پېښه کې ۳ ماشومان هم وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
له ښاغلي موناڅېرسکي سره دې چورلکه کې اته نور کسان سپاره وو.
چارواکو ويلي په دوی کې د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالان 'یووګین ېنین' او 'یوري لوباکووېچ' هم شامل دي.
د اوکرایین د ملي پولیسو مشر اېهور کلېنکو پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې غورځېدلې چورلکه د اوکرایین د بېړنیو خداماتو وزارت اړونده وه.
د کیېف سیمه ییزې پوځي ادارې مشر اولکسي کولیبا ويلي دې پېښه کې د ۱۸ کسانو پر وژل کېدو سربېره ۲۹ نور ټپیان دي.
هغه دا یوه غمیزه بللې.
د چورلکې تر غورځېدو وروسته وړکتون ته نږدې اورلګېدلی دی.
لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي چې د پېښې پر مهال هوا تیاره وه او دا چې ګواکې چورلکه د ملکي استوګنې یوې ودانۍ ته نږدې له غورځېدو مخکې له وړکتون سره جنګېدلې ده.