د ایران پرضد داروپا پارلیمان غلیمانه اقدام
د اروپا شورا معمولا د دغه ډول موردونود اکثریت په اساس نه بلکې د اجماع په اساس فیصله کوی . ایران وړاندې په دې اړه اروپایی اتحادیې ته خبردارې ورکړې دې .
د اروپا پارلیمان د شوروپه ورځ په یوه غلیمانه ، لاس وهونکي او البته غیرالزامي اقدام کې وړاندیزوکړ چی د ایران د اسلامي انقلاب ساتندویه ځواک د اروپایی اتحادیې د ترهه ګرۍ په لیسټ کې شامل کړي . دغه پارلیمان د ۶۳۸ استازیو په شتون سره دغه وړاندیز د اروپا پارلیمان ته وړاندې کړ چی د ۵۹۸ مثبتو ، نهو مخالفو او ۳۱ سپینو رایو سره تصویب شو .
دغه رایه اچونه اروپایی اتحادیې ته د اروپا پارلیمان د وړاندیز په معنا ده او الزامي نده . د ترهه ګرۍ په لیسټ کې د شاملولو یا نه شاملولو په اړه نهایی فیصله د اروپا شورا غوره کوی .
د اروپا شورا معمولا د دغه ډول موردونود اکثریت په اساس نه بلکې د اجماع په اساس فیصله کوی . ایران وړاندې په دې اړه اروپایی اتحادیې ته خبردارې ورکړې دې .
د ترهه ګرو سازمانونو په لیسټ کې د سپاه د نوم د راوستلو په هکله فشارونه له دې وروسته زیات شول چی د کرمان ولایت د ثار ا...د سپاه عمومي اړیکو دوې اونۍ وړاندې د یوې خبرتیا په خپرولو سره په دغه ولایت کې په وروستیو بلواګانوکې د برتانیه له جاسوسی ادارو سره اړونده په یوه منظمې شبکې د ګوزاراو د هغې د اوو مشرانو د نیولو خبر ورکړ .
د ترهه ګرو سازمانونو په لیسټ کې د سپاه پاسداران دشاملولو د وړاندیز په اړه د اروپا پارلیمان ایرانی ضد اقدام نه یوازې د یوه خپلواکه هیواد په چارو کې ښکاره اوغیرقانوني لاس وهنې په معنا دی بلکې د ټولو منل شویو نړیوالو اصولو او قوانینو په اپوټه اقدام حسابیږي . دا اقدام د ټرمپ دولت د سیاستونو پیروی ده چی د لومړی ځل لپاره یې د ۲۰۱۹ میلادی کال د اپریل په اتمه نیټه د ایران د اسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک له دې سره سره چی د ایران رسمی پوځی اورګان دې د ترهه ګرۍ د تش په نامه لیسټ کې شامل کړ .
سپاه پاسداران د ایران د وسله وال ځواک یوه برخه ده چی په سیمه کې د لویدیځ د ملاتړ وړ ترهه ګرو ډلو سره په مبارزه کې اغیزمنه او اوږده مخینه لري . نو ځکه د اروپایی اتحادیې دغه اقدام له درستو نړیوالو قوانینو او اصولو سره په تضاد کې دې .
په عین حال کې د ایران پرضد د اروپا وروستی دباونه په ایران کې له وروستیو بلواګانو د لویدیځو هیوادونو د ملاتړ په دوام کې دی چی البته بی نتیجې پاتې شول . د ایران د اسلامی جمهوریت چارواکو د دې خبرې په کولو سره چی سپاه پاسداران د هیواد یو رسمی پوځی اورګان بلل کیږی ، خبردارې ورکړی دی چی د هغه بایکاټ به یو غیرقانونی اقدام وي .
د ایران د اسلامی شورا د بهرنی سیاست او ملی امنیت کمیشن غړۍ زهره الهیان دې ته په اشارې سره چی د سپاه بایکاټ د هغو ماتو په خاطر دی چی د ایران له ملت او سپاه پاسداران یې زغملي دي ، وایی د اروپا پارلیمان دې پوهه شی چی د سپاه بایکاټ به له اروپا سره د ایران د مزاکراتو د لارې د بندیدا سبب شی او هغو لپاره به زیات لګښتونه ولرلې شي .
د ایران د خارجه وزارت ویندوی ناصر کنعاني هم ویلی دی سپاه پاسدارن د ایران رسمی پوځی اورګان دې او هیله من یو هغه حکومتونه چی په دې زمینه کې اقدام کول غواړي خپلو غیر رغنده اقداماتو نتیجې ته پام وکړی او په تیره بیا خپلې دوه اړخیزې ګتې د ژر تیریدونکیو سیاسی ګټو اواحساسی فیصلو قربانی نکړي .
پای