د قرآن شریف په سپکاوی د ایران د خارجه وزیر نیوکې
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان په سوېډن کې د مبارک قرآن سپکاوی په سختو ټکو سره وغندل.
د ډېنمارک د سختې کرښې د افراطي ګونډ سرغنه راسموس پالودان د سوېډن په پلازمینې استکهلم کې د ترکیې د سفارت مخې ته د قرآن شریف یوې نسخې ته اور واچول، هغه هم په داسي حال کې چي د سوېډن د پولیسو له لورې یې امنیت نیول شوی وو.
د پالودان دغه اقدام د نړۍ د مسلمانانو او د اسلامي هیوادونو له سخت غبرګون سره مخامخ شوی دی.
د ایران اسلامي جمهوریت، سعودي عربستان، کویټ، پاکستان او اردن د سوېډن په پلازمینې کې د ترکیې د سفارت مخې ته د یو افراط پال له لورې د قران سوځول په سختو ټکو غندلي او د سوېډن په حکومت او په پولیسو یې د دغه افراط پال د تحفظ له امله نیوکې کړي دي.
د ایران د اسلامي جمهوری خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په خپل ټوییټر کې ولیکل: د مبارک قرآن بې احترامي او د اسلامي مقدساتو په ضد کرکه پارونه چي یو ځلې بیا په سوېډن کې تر سره شوی، په سختو ټکو سره غندو.
هغه ټینګار کړی چي په ځینو اروپایي هیوادونو کې چي د بشري حقوقو د ملاتړ ادعا کوي، د بیان له ازادی څخه د ملاتړ په پلمې سره، د نړۍ د مسلمانانو له احساساتو سره لوبې او اسلامي وېرونه باید په یو رواج باندې بدل نه شي.