د روسیې د پارلمان مشر تهران ته راورسېده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i126678-د_روسیې_د_پارلمان_مشر_تهران_ته_راورسېده
د ایران د اسلامي جمهوریت د پآرلمان مشر محمد باقر قالیباف د روسیې د دوما د جرګې له مشر «ویاچسلاو ولودین»  څخه په تهران کې رسمي هرکلی کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 23, 2023 09:17 Asia/Kabul
  • د روسیې د پارلمان مشر تهران ته راورسېده

د ایران د اسلامي جمهوریت د پآرلمان مشر محمد باقر قالیباف د روسیې د دوما د جرګې له مشر «ویاچسلاو ولودین»  څخه په تهران کې رسمي هرکلی کړي دي.

د روسیې د دوما د جرګې مشر تېره شپه د تهران هوایي میدان ته راورسېده.

ټاکل شوې چي د دواړو هیوادونو د پارلمان مشران له خبرو اترو وروسته، یوه ګډه خبري غونډه تر سره کړي.

تهران ته د روسي پلاوی د سفر پر مهال همدارنګه د دواړو هیوادونو د پارلمانې ګډې کیمټې دریمه غونډه به هم تر سره شي.

له دې مخکې د ایران د پارلمان د مشرتابه د کمیټې مشر سید نظام الدین موسوي ویلي و چي د روسیې او ایران د ګډې پارلمانې کمیټې په غونډه کې به د دواړو هیوادونو تر مینځ د انرژیو، ټرانسپورټ، کړهنې، سیمه ایزې، امنیتې او بانکې مسایلو په هکله سلامشورې وشي.