عبداللهیان سره د ونزوئلا د خارجه وزارت د مرستیالې ملاقات
د ونزوئلا د خارجه وزارت مرستیالې د ایران له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره، د دواړو هیوادونو تر مینځ د دوه اړخیزو اړیکو په هکله خبرې اترې وکړې.
د ایران خارجه وزیر د ونزوئلا د خارجه وزارت مرستیالې کاپایا رودریګز سره، په ملاقات کې د دواړو هیوادونو ترمینځ، د انرژیو او ټکنالوژی په ډګرونو کې د همکاریو په چوکاټ کې د اړیکو د پراختیا په ضرورت ټینګار کړی وو.
رودریګز په ټولو هیوادونو کې د مېرمنو مهم رول ته په اشارې سره، وویل: په تهران کې د وتلیو مېرمنو د غونډې تر سره کېدا وښودله چي په ایران کې د مېرمنو شان او شوکت زیات او د ستاینې وړ دی.
په تهران کې د نړۍ د وتلیو مېرمنو غونډه له ۹۶ هیوادونو څخه د مسلکي، سیاستوال او مخکښو مېرمنو په ګډون تر سره شوه.
د وزیرانو په شمول د نیکاراګوئیې د هیواد ۶ کسیزه پلاوی هم د ایران له خارجه وزیر سره ملاقات وکړ.
د نیکاراګوئې د لوړو زده کړو وزیرې رامونا رودریګز هم د تهران له پوهنتون سره د همکاریو د موافقې لاسلیک او د پوهنیزو، فرهنګي اړیکو پراختیا او رونیزو ورکشاپونو تر سره کېدا ایران ته خپل سفر اهداف وباله.