د حضرت امام علی النقي (ع) د شهادت د کلیزې تسلیت ومنئ
حضرت امام علی نقي ع د خپل عظیم الشان پلار له شهادته وروسته امام او د اسلامي ټولنې مشری پرغاړه واخیسته . د امام علی نقي ع مشهور لقب هادی دې چی د هدایتونکی په معنا دې .
نن د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د رجب د میاشتې دریمه چی د ۲۰۲۳ میلادي کال د جنورۍ له ۲۵ نیټې سره سمون خوري ، د نړي د شیعیانود امامت د اسمان د لسم ځلانده ستوری حضرت امام علی النقي علیه اسلام د شهادت غمجنه ورځ ده .
حضرت امام علی النقي ع په ۲۱۲ هجري قمري کال کې مدینې منورې ښار ته نږدې دنیا ته سترګې رڼې کړې او د خپل ګران پلار حضرت امام جواد ع لخوا یې لارښوونې پیل شوې .
حضرت امام علی نقي ع د خپل عظیم الشان پلار له شهادته وروسته امام او د اسلامي ټولنې مشری پرغاړه واخیسته . د امام علی نقي ع مشهور لقب هادی دې چی د هدایتونکی په معنا دې .
امام هادی ع د ریښتوني اسلام د ځلانده څیرې په معرفي کولو کې ډیره زیاته هڅه وکړه او د مختلفو عقیدتي ، فکري او اجتماعي مسایلو په اړه د بحث لپاره یې ډیرې غونډې ترسره کړې او په دغو غونډو کې یې مطرح شویو پوښتنو او شبهاتو ته ځوابونه وویل .

ډیر زیات عالمان او پوهان به د حضرت امام علی نقي ع خدمت ته ورتلل او د هغه حضرت له ډیرې زیاتې پوهې به یې ګټه پورته کوله .
له یوې خوا د امام هادي ع علم او پوهه او له بل پلوه په خلکو کې د هغه حضرت مینې او جاذبې د عباسي واکوالانو کینه او حسادت راپاروه او بالاخره په یوه دسیسه کې یې هغه حضرت شهید کړ .
د ایران راډیو او ټیلي ویژن اداره د حضرت امام علی النقي علیه السلام د شهادت د کلیزې په مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو او ازادي غواړو ته تسلیت وړاندی کوي .