ایران په سوریې باندې د صهیونیستانو د یرغل غندنه کړې
په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازی له امنیت شورا څخه غوښتنه وکړه چي په سوریې باندې د اسرائیل د رژیم د یرغلونو مخنیوی وکړي
د فارس له راپور سره سم، په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی امیر سعید ایروانی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې په دې باندې په ټینګار سره چي باید د سوریې کړکېچ د نړیوالو اصولو پر بنیاد هواره شي، وویل: ټروریزم لاهم د سوریې او سیمې لپاره ګواښ دی، په سوریې کې د بهرني ځواکونو غیرقانوني حضور د ملګرو ملتونو له منشور سره په ټکر کې دی.
د ایران استازی جوته کړه: ایران د سوریې د پلازمینې په هوایي ډګر باندې د اسرائیل د رژیم ترهګریز بریدونه چي د نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دی او د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ رامینځ ته کوي، په سختو ټکو سره غندي.
هغه یادونه وکړه چي ایران د سوریې په خلاف د یو اړخیزو اقداماتو او فشارونو سره مخالفه دی او د دې هیواد له سولې، او د ډیپلماټیکو اړیکو له ودې څخه ملاتړ کوي.