د دښمنانو تحرکات د اطلاعاتي ځواکونو تر نظر لاندې دي
د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران د اطلاعاتو د ادارې مشر ټینګار وکړ چې د دښمنانو تحرکات د ایران د اسلامي جمهوریت د اطلاعاتي ځواکونو تر نظر لاندې دي
د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران د اطلاعاتو د ادارې مشر ټینګار وکړ چې د دښمنانو تحرکات د ایران د اسلامي جمهوریت د اطلاعاتي ځواکونو تر نظر لاندې دي
د ایران د راډیو او ټیلیویژن د خبري آزانس د خبر له مخې، د سپاه د اطلاعاتو د ادارې مرستیال جنرال محمد تولایي په امام حسین علیه السلام نومې پوهنتون کښې د شهید حسن باقري او د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسدران د اطلاعاتو د شهیدانو د شهادت د څلویښتمې کلیزې په لمانځغونډه کښې وویل: د ایران د اسالمي جمهوریت د اطلاعاتي او عملیاتي ځواکونو تیزې سترګې تل دښمن څاري.
هغه زیاته کړه: د دښمنانو د زیاتره دسیسو ماتې د هغو اطلاعاتو په برکت ده چې د ایران امنیتي ځواکونه یې په لاس کښې لري.
د سپاه د اطلاعاتو د ادارې مرستیال هم داشان وویل: په دې وروستیو کلونو کښې د یوشمیر جاسوسانو نیول کیدل، د ایران د اطلاعاتي او عملیاتي ځواکونو د اشراف نښه ده.