اسلامي ایران د پاکستان د پیښور ترهګره حمله په کلکه وغندله
(last modified Mon, 30 Jan 2023 23:20:51 GMT )
Jan 31, 2023 03:50 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران د پاکستان د پیښور ترهګره حمله په کلکه وغندله

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په یوې خبر پاڼه کښې د پاکستان په پيښور کښې په یوه جومات کښې په لمونځ ګزارو باندې ترهګره حمله وغندله.

هغه د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په مرکز پیښور کښې په جومات کښې په لمونځ ګزارو باندې ترهګره حمله په کلکه وغندله او د پاکستان له خلکو او حکومت سره یې خپله ژوره همدردي اعلان کړه.

ناصر کنعاني د پیښور د حملې د شهیدانو لپاره د لوړو درجو او د ژوبلو کسانو د زر د رغیدا دعا وکړه.

د ایران د خارجه وزارت ویاندې ناصر کنعاني وویل د ایران اسلامي جمهوریت بیا بیا په ټولو بڼو کښې ترهګرۍ او سرزورۍ غندلي ده او د دغه غیر انساني اقداماتو له ټولو بڼو سره د مبارزې پرضرورت یې ټینګار کړی دی.

هغه د ترهګرو حملو له مالي ملاتړو او حمایت کونکو او منظمونکو سره د اغیز شیندونکي مبارزې لپاره د سیمې د ټولو هیوادونو د ملګرتیا غوښتنه وکړه.

پرون د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په پيښور ښار کښې په پولیس لاینز سیمه کښې په یوه جومات کښې په یوې بم چاودنې کښې تراوسه نهه پنځوس کسان وژل شوي او یوسل اوه پنځوس نور ژوبل شوي چې یوشمیر پکښې مرګي حاله هم دي.

له افغانستان سره د سرحدي ګاوندي صوبې په توګه د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په شمول د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې ترهګرې حملې او بم چاودنې زیاتې شوي دي او تحریک طالبان پاکستان ټروریسټي ډلي د اکثرو بریدونو ذمه واریانې پرغاړه اخیستي دي.

 

ټیګونه