Feb 02, 2023 12:46 Asia/Kabul
  • د قضایه قوې مشر او نورو قاضیانو د امام خمینی له آرمانونو سره بیعت نوی کړ

د سلواغې له دولسمې نیټې ۲۲نیټې پورې په ایران کې د سباؤن لسیزه په ډير پرتم سره لمانځل کیږي او د ایران درست ملت یوځل بیا د اسلامی انقلاب  له اروښاد لارښود او خپلو انقلابي آئيډیالونو سره بیعت نوی کوي  او هوډ کوي چې  استعمار او استکبار نور هیڅ غلط کارونه نشي کولی.

د ایران د اسلامی جمهوریت د قضایه قوې مشر  او دایران ددرست ایران قاضیانو د اسلامی انقلاب د ارواښاد بنسټګر په مرقد کې په شتون سره له هغه سره خپل بیعت نوی کړ.

ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، د ایران دقضایه قوې مشر حجةالاسلام غلامحسین اژه ای  سره د  نورو قاضیانو  دسباؤن لسیزې په دوهمه ورځ  دحضرت امام خمینی په مرقد کې په شتون سره د اسلامی جمهوری نظام  د ارواښاد بنسټګر له آرمانونو سره میثاق او عهد نوی کړ.

دوي پّ دغو دستورو کې په ګډون سره ژمنه وکړه چې اسلامی احکامو او قوانینو  په پلی کیدا او اجرا کې به  تر وروستیو پورې هڅه وکړي او د اسلام او اسلامی قوانینو او د ایران د اساسی قانون د مادو په اساس به پخپلو دندو بشپړ عمل وکړي.

ټیګونه