ایران اټومي تړون کې مدعي دی او لویدیځ پوروړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i127372-ایران_اټومي_تړون_کې_مدعي_دی_او_لویدیځ_پوروړی_دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سیاسي مرستیال علي باکري کني په دې خبرې سره چې ایران په اټومي موضوع کښې مدعي دی او په ځلونو یې ویلي دي چې د تیرې موافقې په چوکاټ کښې د خبرو اترو ترسره کولو ته تیار دی هیله وکړه د خبرو اترو په لاره کښې د هڅو بهیر د مثبتو نتیجو سبب وګرځي.
(last modified 2023-02-04T23:09:27+00:00 )
Feb 05, 2023 00:21 Asia/Kabul
  • ایران اټومي تړون کې مدعي دی او لویدیځ پوروړی دی

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سیاسي مرستیال علي باکري کني په دې خبرې سره چې ایران په اټومي موضوع کښې مدعي دی او په ځلونو یې ویلي دي چې د تیرې موافقې په چوکاټ کښې د خبرو اترو ترسره کولو ته تیار دی هیله وکړه د خبرو اترو په لاره کښې د هڅو بهیر د مثبتو نتیجو سبب وګرځي.

هغه د پریس ټي وي ټيلي ويژن چینل له « اینسایټ» پروګرام سره په مرکه کښې زیاته کړه ایران په نړیوال  اټومي تړون کښې په خپلو ټولو ژمنو عمل وکړ او هیله یې لرلي ده او لري یې چې مقابل لوري هم په خپلو ژمنو باندې عمل وکړي.

علي باقري کني ټينګار وکړ د بایکاټونو د ختمولو موضوع چې د ایران په دیارلسم حکومت کښې یې هم دوام درلود او تر نن ورځې پورې دوام لري د ایران د اسلامي جمهوریت د سرو کرښو په چوکاټ او د ایران د ملت د حقوقو او د ګټو د ترلاسه کولو په هدف سره دي.

د ایران د خارجه وزیر مرستیال علي باقري کني وویل د ایران د اټومي وسونو په برخه کښې امریکا او د هغې متحدان په ایران باندې د اټومي بم د لګولو سټیکر وهي چې له دې لارې دوې وکولای شي د ایران د اسلامي جمهوریت په هکله خپلې منفي رویې توجیه کړي.