د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا سیکرټر روسیې ته ورځي
(last modified Sat, 04 Feb 2023 23:34:35 GMT )
Feb 05, 2023 04:04 Asia/Kabul
  • د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا سیکرټر روسیې ته ورځي

زمونږ خبریال راپور راکړی په روسیې کښې د ایران سفیر کاظم جلالي د نهو هیوادونو د چارواکو په ګډون سره د افغانستان په غونډې کښې د ګډون لپاره ماسکو ته د ایران د ملي امنیت د شورا د سیکرټر علي شمخاني د سفر خبر ورکړ.

هغه وویل د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا سیکرټر علي شمخاني روسیې ته په سفر کښې د افغانستان په هکله په غونډې کښې په ګډون کولو سربیره په دغه غونډې کښې له ځینو ګډون کونکو حکومتي چارواکو سره دوه اړخیزه مهمې کتنې هم کوي.

ایران او روسیه چمتو دي چې د نورو کړکیچونو د حل لپاره په سوریې کښې د ملګرتیا بریالۍ تجربه وکاروي.

په عین حال کښې د افغانستان په چارو کښې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په تیرې شنبې ورځ په ماسکو کښې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د امنیت شورا د سیکرټرانو په راتلونکي اونۍ غونډې کښې د ګډون کولو لپاره د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا سیکرټر علي شمخاني ته د بلنې خبر ورکړ.

د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د امنیت شورا د سیکرټرانو اخري غونډه د تیر میلادي کال په مي میاشت کښې د تاجیکستان هیواد په پلازمینې دوشنبې کښې د هندوستان د ایران د قزاقستان د قیرغیزستان د روسیې د تاجیکستان د ترکمنستان او د ازبکستان د امنیت شورا د سیکرټرانو په ګډون سره ترسره شوي وه او ګډون کونکو په افغانستان کښې د ټولشموله حکومت د جوړولو غوښتنه کړي وه.

له افغانستان سره ملګرتیا نه کولو او د طالبانو ډلې د حکومت په  رسمیت د نه پيژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې د ګروهنې د نلرلو په وجه دغه هیواد له ډيرو سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی.