د بندیزونو د ختمیدا لپاره ډیپلوماټیک خوځندوالی شته
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني ټينګار وکړ له بیلابیلو لارو د بایکاټونو د ختمولو د خبرو اترو په زمینه کښې ډيپلوماټیک خوځندوالی شته او په دې زمینه کښې په بیلابیلو سویو پیغامونه د تبادلې کیدا په حال کښې دي.
هغه نن په خبري کانفرنس کښې وویل ایران تل له اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره د نږدې او د پرله پسې ملګرتیاو د لرونکو هیوادونو برخه دی او په فني چوکاټ کښې به خبرې اترې او ارتباطات دوام ولري.
ناصر کنعاني په تهران کښې د اذربایجان جمهوریت د سفارت د پیښې په اړه وویل د ایران اسلامي جمهوریت په رسمي ډول د دغه ترخې پیښې په هکله خپل تسلیت د اذربایجان جمهوریت حکومت او ملت او د وژل شوي ډيپلوماټ کورنۍ ته ویلی دی او دغه پیښه یې په کلکه غندلي هم ده.
هغه د اوکراین د جنګ او د ایران د بې پایلوټه الوتکو په اړه د کي یف د ادعاګانو په هکله هم وویل دغه موضوع د اوکراین د موضوع په شمول د نړیوالو مهمو پیښو په ارتباط د دوه ګوڼه سیاست او د نفاق ښودنه کوي.
د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني له اوکراین سره د امریکا او د نورو اروپايي هیوادونو زیاتو پوځي مرستو ته په اشارې سره دغه مرستې ډیرې زیاتې وبللې او ویې ویل که چیرې د دغو پوځي مرستو لږ شان ډالر په اوکراین کښې په پانګونې لګیدل نو نن به په دغه هیواد کښې دغه انساني وژله او ژوبله او تاوانونه او ورانۍ او خرابۍ نه وه او ضرورت به هم نه وو چې اوکراین کله نه کله د کړکیچ جرړې او اصل ته د پام کولو پرځاې په ایران باندې سیاسي تورونه ولګوي.
کنعاني د اوکراین په موضوع کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سیاست روښانه وباله او هغه یې د جنګ ملاتړ نه کول او د یوه لوري پرضد د بل لوري حمایت نه کول وباله.