ایران د سوریې په زلزله ځپلیو باندې ډوډۍ وویشله
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سوریې په شمال لویدیځ کښې په حلب ولایت کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سرکنسول سلمان نواب نوري وویل پرون پینځلس زره(۱۵۰۰۰) ګرمه ډوډۍ او خواړه په زلزله ځپلیو کسانو باندې وویشل شول.
هغه وویل څرنګه چې د سوریې د حلب ولایت اکثره کورنه غیر ایمني دي او خلک خپلو کورونو ته نشي ورننوتلی او ځکه خو مونږ د زلزله ځپلیو خلکو لپاره د ډودۍ او د خواړو د پخولو او د ویشلو اقدام وکړ.
سلمان نواب نوري دې ته په اشارې سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت پینځلس انجنیرۍ دستګاوانې د سوریې په حلب ولایت کښې د خاورو ښځلو په لیرې کولو کښې د سوریې له مرستندویو سره د مرستې کولو په حال کښې دي وویل د ایران د اسلامي جمهوریت د روغتیا ټولګه هم له لسو امبولانسونو او ډاکټرانو او نرسانو سره یوځاې په حلب ولایت کښې له خلکو سره د مرسته کولو په حال کښې دي.
په حلب کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سرکنسول سلمان نواب نوري د حلب ولایت د درملنې په مرکزونو او روغتونونو باندې د سونګو ویشل په حلب کښې د ایران د کنسولګرۍ نور فعالیتونه وبلل.