ایران ، اسرائیلو ته دردونکي ځوابونه ورکړي دي
فارس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک ویاند سردار رمضان شریف په ایران کښې د صهیونیسټانو د حملو په ماتي خوړلو باندې ټینګار سره وویل صهیونیسټانو ته دردونکي ځوابونه ورکړل شوي دي.
هغه پرون د روسیې له اسپوتنیک خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل په ایران کښې د اسرائیلو حملې له ماتي سره مخامخ شوې او تل اویو دردونکي ځوابونه ترلاسه کړل او دغه چاره به زر د اسرائیلو په کړچار کښې ښکاره شي.
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک ویاند رمضان شریف زیاته کړه د خپلو خلکو د امنیت او د ملي ګټو په دفاع کښې هوډمن یوو او د هغه لپاره ټولې ضروري چارې لرو.
هغه څو ورځې مخکې هم د یمن له المسیره ټیلي ويژن سره په مرکه کښې ویلي وو د ایران په اصفهان ولایت کښې د دفاع وزارت په یوه مرکز باندې د ناکامه حملې عاملان به مناسب ځواب ترلاسه کړي او پښیمانه به شي.
رمضان شریف ویلي وو دوښمن پوهیږي د ایران پرضد هرډول اقدام به سخته سزا ولري او هغوې به په ښه ډول د ورته مقابلې کولو په معنا پوه شي.