سږکال حج مناسکو ته دسعودی عربستان نظر او لیدتو ګه سیاسی ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i12772-سږکال_حج_مناسکو_ته_دسعودی_عربستان_نظر_او_لیدتو_ګه_سیاسی_ده
دایران دحج او زیاراتو دادارې مشر سعید اوحدی بیګا د ایران له دوهم ټیلیوژنی چینل سره په خصوصی پروګر ام کې دسږکال حج په باب دایرانیو او عربستانی پلاوو ترمینځ دخبرواترو بهیر ته په اشارې سره زیاته کړې ، عربستان ددغو خبرواترو په بهیر کې په تفاهم لیک کې څه دپاسه یو لس موردونه وړاندیز کړی دی چې په تیرو کلونو کې دغو محدودیتونو هیڅ وجود نه درلود.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 30, 2016 09:49 Asia/Kabul
  • سږکال حج  مناسکو ته دسعودی عربستان نظر  او لیدتو ګه سیاسی ده

دایران دحج او زیاراتو دادارې مشر سعید اوحدی بیګا د ایران له دوهم ټیلیوژنی چینل سره په خصوصی پروګر ام کې دسږکال حج په باب دایرانیو او عربستانی پلاوو ترمینځ دخبرواترو بهیر ته په اشارې سره زیاته کړې ، عربستان ددغو خبرواترو په بهیر کې په تفاهم لیک کې څه دپاسه یو لس موردونه وړاندیز کړی دی چې په تیرو کلونو کې دغو محدودیتونو هیڅ وجود نه درلود.

زمونږخبریال راپورراکړ اوحدی ددې خبرې په کولو سره چې ایران سعودی لو ری ته اعلان کړی چې دغه محدودیّتونه به ونه منی روښآنه کړې ، هغوی له ویزو او دایران له ټرانسپورټ او الوتکو څخه دایرانیو حاجیانو داستفادې په باب دمحدودیتونو پر اعمالولو سربیره ، نهه نور محدودیتونه هم اعمال کړی چې ایرانیو مسئولانو نه دی منلی .

دایران د حج اوزیاراتو د ادارې مشر وویل ، دغې ادارې عربستانی چارواکو ته ویلی وو چې عزت او کرامت دایرانیو حاجیانو حق دی او باید له داخلی ا لوتکو او ټرانسپورټ څخه استفاده وشی .

هغه ټینګار کړی هغه محدودیتونه چې دعربستانی لوری له خوا اعمال شوی ، دهغوی دجدی کیدا ښودنه نه کوی او په هغو ټولو یولسو محدودیتونو کې چې ئې اعمال کړی دی دیوه ضرورت هم نشته .

سعد اوحدی دایرانیو حاجیانو دنه منلو په موخې سره دتفاهمنامې په لاسلیک کولو کې په خنډ جوړونې کې دعربستان وخت تیرولو ته په اشارې سره زیاته کړې ، دغه اداره هماغه راز دراتلونکی کال دحج د مناسکو لپاره هلوځلو ته دوام ورکوی څو دغه شرعی حق ترسره شی او دسږکال د ونډې ترلاسه کول هم تعقیبوی . هغه په عین حال کې په دې خبرې په ټینګار سره چې حج یوه واجبه چاره ده او څوک باید دحاجیانو مخه ونه نیسی وویل ، که عربستان دکوربتوب ادعا کوی ، نو باید دخدای دکور دمیلمنو لپاره لازم امکانات او آسانتیاوې هم برابرې کړی .


له دې سره په یووخت دپآکستان  داهل سنت یو لوړپوړي عالم او  د دغه هیواد دسني اتحاد شورا مشر ثروت اعجاز قادری هم له  فارس خبری آژانس  سره په خبرو کې  د حج دچارو دمدیّریت  لپاره  دسعودیانو دبې لیاقتۍ او نالایقتوب  په باب وویل  ، له مودو  مودو راهسې دخداي دکور دمیلمنو  حاجیانو سره  ددسعودیانو نامناسبت چلند دحج دمناسکو  مدیریّت ترپوښتنې لاندې راوستی دی ،تیر کال هم دزرګونو حاجیانو قرباني کیدا  ددغه معنوي   دستورو دترسره کولو لپاره  د پلانونې کمزورتیاوې دي  چې باید دغه مشکل حل شي او  نور آل سعود رژيم دخداي د کور او دپیغمبر اکرم دزیارت یعني دمکې او مدینې دساتنې  وړتیاوې نه لري .