بېجينګ له ایران سره د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
چین ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر لومړي سفر سره هممهاله، بیجینګ ټینګار وکړ چې د رئیسي او شي جین پینګ د ولسمشرۍ په دوره کې د دواړو هېوادونو اړیکې ښې شوي دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي، نن سهار د یوه لوړ پوړي اقتصادي، تجارتي او سیاسي پلاوي په مشرۍ د خپل چیني سیال په بلنه بېجينګ ته ورسېد.
د چین له ولسمشر سره لیدنه او د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو په حضور کې د دوه اړخیزو همکاریو د مهمو سندونو لاسلیکول او همدا راز له ډاکتر رئیسي سره د چین د لومړي وزیر او د چین د ملي ولسي کانګرس د مشر لیدنه، په دغه درې ورځني سفر کې د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر د لومړۍ ورځي په برنامو کې شامل دي. دا په وروستي یونیم کال کې د آيت الله رئيسي لسم بهرنی سفر دی.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ونبين، بېجينګ ته د ولسمشر رئیسي د سفر په اړه په يوه خبري ناسته کې وويل: چين او ايران له دوديزې دوستۍ څخه برخمن دي. د اړیکو ټینګښت او پراختیا، د دواړو خواوو ستراتیژیک انتخاب دی.
ښاغلي ونبين څرګنده کړه: په دې وروستيو کلونو کې د شي جين پينګ او رئيسي په مشرۍ د چين او ايران ترمنځ اړيکې د ښه پرمختګ او پراختیا څخه برخمنې دي، چې د سياسي متقابل باور پياوړتيا، په بېلا بېلو ساحو کې د عملي همکاريو ثابت پرمختګ او په نړیوال او سیمه ایز ډګر کې د سمې اړيکې او همغږۍ ښکارندويي کوي.
وانګ ونبين ټينګار وکړ: چين ليواله دی چې له ايران سره له دغه سفر څخه د دواړو هېوادونو د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د لا پرمختګ لپاره د يو فرصت په توګه کار واخلي او د منځني ختيځ د هېوادونو ترمنځ د پيوستون او همکارۍ د پياوړتيا لپاره رغنده رول ولوبوي او د سیمې امنیت او ثبات ته وده ورکړي.