ایران دې د افغانستان په روغتیائي برخې کې پانګونه وکړي
پرون د سلامتیا د حوزې د پنځه ډلې یعني د افغانستان ،عراق،پاکستان،ایران او تاجیکستان د روغتیائي چارو د لوړپوړو چارواکو په شتون سره ددغې ډلې د غړو هیوادونو د وینې د انتقال په اړه لومړنۍ غونډه ترسره شوه.
زمونږخبریال راپور راکړ، د افغانستان د طالبانو دموقته حکومت د روغتیائي چارو وزیر ډاکټر قلندر عباد چې ایران ته په سفر راغلی ،دتهران د پردیس د ټيکنالوجیکي پارک د لیدو په وخت ئې دایران د دروغتیائي چارو له مسئولانو وغوښتل د افغانستان د طبی پرمختللي ټیکنالوجۍ په برخې کې دې خپلې تجروبې د افغانستان طبي ټولنې ته منتقلې کړي.
دا ایران ته دطالبانود حکومت د روغتیائي چارو د وزیر څوم سفر دی او د افغانسان د روغتیائي برخې د وضعیّت د ښه کولو لپاره له دغې برخې سره دم رستې په خاطر ئې له روغتیائي چارواکو سره خبرې اترې کړي دي .
داپه داسې حال کې دي ، چې له دغه سفر سره په یووخت ، پرون د سلامتیا د حوزې د پنځه ډلې یعني د افغانستان ،عراق،پاکستان،ایران او تاجیکستان د روغتیائي چارو د لوړپوړو چارواکو په شتون سره ددغې ډلې د غړو هیوادونو د وینې د انتقال په اړه لومړنۍ غونډه ترسره شوه.