د اسلامی مذهبونو ترمینځ ملګرتیا د اسلامی امت دوحدت مهم چورلیز دی
د اسلامی مذهبونو دنزدیکت دنړیوالې ټولنې عمومی منشي همداراز د اسلامی هیوادونو ترمینځ همپالنه او له یوه بل سره مرستې د اسلامی نزدیکت او اسلامی امت د وحدت یوه بله لاره چاره وبلله .
د اسلامی مذهبونو دنزدیکت دنړیوالې ټولنې عمومی منشي حجةالاسلام حمید شهریاري پرون ناوخته ، د ایران دشمال ګلستان ولایت په مرکز ګرګان کې د اسلامی انقلاب په دوهم ګام کې د ماډرن اسلامی تمدن او مذهبونو دنزدیکت د ملی سمینار په پرانیستونکو دستورو کې ددې خبرې په کولو سره چې د اسلام اصل او اساس سم دی او په جنګ او تاؤتریخوالو پسې نه دی، ووئیل، نړیوال استکبار د اسلامی هیوادونو ترمینځ په جنګ پسې دی.
شهریاري په دې خبرې په ټينګار سره چې وحدت د شیعیّت فکري نظام او اصول دي او له هیڅ یوه هیواد سره جنګ ته ګروهنه نه لري،روښانه کړه، نړیوال استکبار پر هیوادونو د سلطې لپاره دجنګ ،ترور، تکفیر، شخړې،لانجې او سپکاوي پنځه مرحلې تعقیبوي ، چې باید په هوښیارتیا اوځيرتیا سره ئې په اسلامی ټولنو کې د دوي دسپیر خوب دپوره کیدا مخه ونیول شي.
د اسلامی مذهبونو دنزدیکت دنړیوالې ټولنې عمومی منشي همداراز د اسلامی هیوادونو ترمینځ همپالنه او له یوه بل سره مرستې د اسلامی نزدیکت او اسلامی امت د وحدت یوه بله لاره چاره وبلله .