اسلامي ایران د پاکستان ترهګره حمله وغندله
(last modified Sat, 18 Feb 2023 06:06:36 GMT )
Feb 18, 2023 10:36 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران د پاکستان ترهګره حمله وغندله

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزارت ویاند د پاکستان د کراچۍ د پولیسو په مرکز ترهګره حمله وغندله.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د پاکستان له ملت ، حکومت او د وژل شویو او  د ژوبلو   پولیسو او رینجر ځواکونو له کورنیو سره  د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کښې د دغه ترهګرې حملې د ژوبلو کسانو لپاره د زر رغیدا دعا وکړه.

بیګا درې ترهګرو د پاکستان د سیند صوبې په مرکز کراچۍ کښې د پولیسو په مرکز برید وکړ چې له کبله یې د پولیسو او د ترهګرو ترمینځ په نښته کښې تراوسه درې ټروریسټان وژل شوي او د دوو پولیسو او د یوه رینجر ځواک او د یوه ملکي وګړي په شمول څلور نور کسان هم وژل شوي.

په دغه پیښه کښې نولس کسان چې اکثره یې پولیس او رینجرځواکونه دي ژوبل شوي دي چې یو پکښې مرګي حاله دی.

تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې د دغه حملې مسوولیت پرغاړه اخیستی دی.

د پاکستان اکثرو حکومتي چارواکو د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې دغه برید د امنیتي ځواکونو یوه ستره کمزورۍګڼلي ده ځکه چې له دې څو اوونۍ مخکې په پیښور کښې د پولیسو په مرکز کښې ترهګرې حملې له سلو څخه زیات کسان وژلي وو.