ملت په استقامت سره د سلطه ګرانو دسیسې ناکامه کړي دي
(last modified Sat, 18 Feb 2023 10:08:47 GMT )
Feb 18, 2023 14:38 Asia/Kabul
  •  ملت په استقامت سره د سلطه ګرانو دسیسې ناکامه کړي دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي وویل: د ایران ملت په مثال وړ استقامت سره د سلطه ګرانو ډول ډول دسیسې ناکامه کړي دي.

هغه د مبعث د اختر په مناسبت د اسلامي انقلاب له ستر لارښود سره د حکومت د چارواکو، د اسلامي هیوادونو د سفیرانو او استازیو او د قران مجید په نړیوالو سیالیو کښې د ګډون کونکو او میلمنو د کتنې په پیل کښې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د څلورڅلویښتمې کلیزې په لاریونونو کښې د ایران د خلکو د وروستۍ حماسې رامینځته کولو قدرونه وکړه.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په دې خبرې سره چې د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته دوښمانان  د صدراسلام په شان په پوځي ، اقتصادي ، سیاسي او تبلیغاتي جنګونو سره د ایران د ملت په مقابل کښې دریدلي دي د تیرو بلواو په شمول د ایران د ملت په هکله د دوښمانانو غلطو محاسباتو ته اشاره وکړه او ویې ویل لویدیځ هیوادونه تر پرون ورځې پورې د موافقې د تعقیبولو ادعا کوله خو  کله چې د ایران د خلکو حقه غوښتنو منلو ته مجبوره شول نو د بلواو په پیلولو سره د خبرو اترو له میز لاړل.

هغه په دې خبرې سره چې د ایران حکومت به په نړیوالو ټولنو کښې په رغنده او له غیرت څخه په ډک ګډون کولو سره د ملت د ګټو دفاع وکړي د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د څلورڅلویښتمې کلیزې په لاریونونو کښې د ایران د  خلکو د وروستۍ حماسې رامینځته کول د هیواد د مسائیلو د ټولو چارواکو لپاره دوه چنده مسوولیت وباله.

 

ټیګونه