ایران د ایټمی خبرو ډل بندۍ ته چمتو دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i128398-ایران_د_ایټمی_خبرو_ډل_بندۍ_ته_چمتو_دی
عبداللهیان زیاته کړه ایران چمتووالې لري چی د تیرو مزاکراتو په اساس او د ایران د سرو کرښو په رعایتولو سره د ویانا د ترسره شویو مزاکراتو په ډل بندۍ کې ګام پورته کړی ، البته د امریکایانو له لوری متناقض پیغامونه او څرګندونې ترلاسه کیږی او په رسندوی ډګر کې هم ځینې امریکایی چارواکي متناقضې څرګندونې کوي .
(last modified 2023-02-22T21:46:53+00:00 )
Feb 22, 2023 11:57 Asia/Kabul
  • ایران د ایټمی خبرو ډل بندۍ ته چمتو دی

عبداللهیان زیاته کړه ایران چمتووالې لري چی د تیرو مزاکراتو په اساس او د ایران د سرو کرښو په رعایتولو سره د ویانا د ترسره شویو مزاکراتو په ډل بندۍ کې ګام پورته کړی ، البته د امریکایانو له لوری متناقض پیغامونه او څرګندونې ترلاسه کیږی او په رسندوی ډګر کې هم ځینې امریکایی چارواکي متناقضې څرګندونې کوي .

 

د ایرنا له راپور سره سم د ایران خارجه وزیر ښاغلی امیر عبداللهیان  په بغداد کې له خپل عراقی همڅنګ فواد حسین سره په ګډ خبری کانفرنس کی وویل په هیچا پټه نده چی د عراق دولت د ایران ضد ظالمانه بایکاټونو د لغوه کولو په خبرو اترو ، د ویانا مزاکراتو او ایټمی خبرواترو په نهایی ډل بندۍ کې رغنده او مثبت اقدامات کړي دي .

عبداللهیان زیاته کړه ایران چمتووالې لري چی د تیرو مزاکراتو په اساس او د ایران د سرو کرښو په رعایتولو سره د ویانا د ترسره شویو مزاکراتو په ډل بندۍ کې ګام پورته کړی ، البته د امریکایانو له لوری متناقض پیغامونه او څرګندونې ترلاسه کیږی او په رسندوی ډګر کې هم ځینې امریکایی چارواکي متناقضې څرګندونې کوي .

د ایران خارجه وزیرد دې خبرې په کولو سره چی ایران هیڅکله په ایټمی وسلو او بم پسې ندې او په دې زمینه کې د رهبرۍ د ستر مقام فتوا موجوده ده ، هیله څرګنده کړه د ایټمی اژانس عمومي منشی ګروسی تهران ته په راتلونکیو سفرونو کی په تخنیکی کتنې او له سیاسی هیجاتو لیری له ایران سره دموافقې ته ورسی .

د ایران خارجه وزیر ښاغلی امیر عبداللهیان د خپل عراقی همڅنګ فواد حسین په بلنه د نهې په ورځ د یوه پلاوی په مشرۍ بغداد ته ولاړ .