جرمني د روسیې پرضد نور بندیزونه هم لګولي
زمونږ خبریال راپور راکړی جرمني د روسیې پرضد د غلیمانه دریځونو په دوام کښې د ماسکو پرخلاف د بایکاټونو د دوام لپاره تدبیرونه غوره کړل.
د فرانسې لوفیګارو ورځپاڼې وویل د جرمني د اقتصاد وزیر رابرټ هابک پرون په اوکراین کښې د جنګ په پلمه د روسیې پرضد د اروپايي اتحادیې د بایکاټونو د لسمې کڅوړې د اعلانولو په درشل کښې وویل چې جرمني د روسیې پرضد د اروپايي اتحادیې د بایکاټونو د دوام او روسیې ته د دریمګړو هیوادونو له لارې د بایکاټ شویو شیانو د ورتلو د دوام د مخنیوي لپاره یوشمیر اقدامات ترسره کړي دي.
جرمني دغه راز د روسیې پرضد د خپلو غلیمانه دریځونو په دوام کښې غوښتنه کړي ده په هغو شرکتونو یا کسانو چې د بایکاټونو د خلاف ورزۍ کولو لپاره له ماسکو سره مرسته کوي بایکاټونه ولګوي.
د اروپايي اتحادیې د بایکاټونو لسمه کڅوړه نن په اوکراین کښې د جنګ له لومړۍ کلیزې سره په یووخت په داسې حال کښې اعلانیږي چې د اروپايي اتحادیې په شمول لویدیځو هیوادونو او امریکا د دغه جنګ له پیلیدا راهسې د انرژۍ په شمول د روسیې پرضد ډیر بایکاټونه لګولي دي چې په ډیرو موردونو کښې یې اپوټه نتیجه ورکړي ده او د خپلو هیوادونو خلک یې له مشکلاتو سره مخامخ کړي دي.