ایران د ایټمي ټيکنالوجۍ او ایټمي محصولاتو په صادراتو پسې دی
د ایران د نهه ویشتم ایټمي کنفرانس،د تهران د شهیدا بهشتی پوهنتون د غونډو په هال کې نن سهار څخه په ترسره کیدا دی
د ایران د اسلامی جمهوریت د ایټمي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي ټينګار و کړ،نورو هیوادونو ته د ایټمي ټیکنالوجۍ او محصولاتو په صادرولو پسې یوو او د داخلی متخصصانو دتولید شوو ایټمی محصولاتو صادراتو امکان شته دی .
د ایران دنهه ویشتم ایټمي کنفرانس،د تهران د شهیدا بهشتی پوهنتون د غونډو په هال کې نن سهار څخه په ترسره کیدا دی
محمد اسلامی ددغه کنفرانس په څنډې کې زمونږخبریال سره په خبرو کې ووئيل، په ایټمی صنعت کې منظم او پلان شوي ځیني پروګرامونه او موخې د پوره کیدا په حال کې دي.
د ایران د ایټمی انرژۍ د ادارې مشر زیاته کړه ، باید په دایټمی ټیکنالوجۍ په حوزې کې د پوهنتونونو فعالیتونه د ایټمي انرژۍ له ادارې سره همغږه شي څو په ایټمي حوزې کېد سرچینو د پراختیا او په دغې حوزې کې دټيکنالوجۍ د پنځیدا شاهدان ووسو.
هغه په دوام کې په ۱۴۰۱لمریز کال کې ایټمي بریاؤ ته اشاره وکړه او وې وئيل، د خون د انعقاد یا خَټه کولو یا د پَنډَوَلو پوډر چې په سترو اپریشنونو کې ورڅخه استفاده کیږي، او ورباندې بندیز هم لګیدلی دی. سږکال تولید شوی او په زیاترو مودونو کې ورڅخه استفاده شوي او د درملیزو او خوراکي چارو د ادارې له خوا ئې سند هم ترلاسه کړی دی او دادی اوس ددغه محصول د صادراتو امکان شته دی.
د ایران د ایټمي انرژۍد ادارې مشر زیاته کړې،په هیواد کې د څيړنیزو فعالیتونو او تحقیقاتي فرصت لوړه شتمنۍ پراخه شوې ده او همدااوس د ریډیو ایکټیو درملو او په هیواد کې د ایټمي تجهیزاتو د صادراتو شاهدان یوو. هغه ووئيل،سږکال مود لومړي ځل لپاره دایټمی ټیکنالوجۍ په حوزې کې په درو نړیوالو نندارتونونو کې ګډون کړی دی.