ایران اوپاکستان د قراني کلتور په پراختیا ټینګار وکړ
جعفر روناس وویل د لاهور ښار ته د قرانی ډلې سفر چی د پاکستان کلتوری زړه بلل کیږی ، د دواړو وروڼو اسلامی هیوادونو ترمینځ به د قرانی ملګرتیاو د پراختیا سبب شی .
د مهر خبری اژانس له راپور سره سم د پاکستان په لاهور کې د اسلامی ایران د کلتوری خونې مسول جعفر روناس د پاکستان د پنجاب صوبې د دینی چارو اواوقاف وزارت له مشر طاهر رضا بخاری سره په کتنه کې د کلتوری اړیکو د پراختیا د لارو چارو په اړه د خبرو اترو په ترڅ کې په مختلفو قراني زمینو کې د دوه اړخیزو ملګرتیاو په پراختیا ټینګار وکړ .
جعفر روناس وویل د لاهور ښار ته د قرانی ډلې سفر چی د پاکستان کلتوری زړه بلل کیږی ، د دواړو وروڼو اسلامی هیوادونو ترمینځ به د قرانی ملګرتیاو د پراختیا سبب شی .
طاهر رضا بخاری هم په تهران کی د قرانی هنرونو په نندارتون کې له شتون د هرکلی په ترڅ کې په پاکستان کې د ایرانی تواشیح ډلې شتون ډیر خوشحالونکی وباله او ویې ویل هیله من یو د لاهور ګڼ شمیر خلک د ایران د قرانی پلاوی له برکتناک شتونه ګټه پورته کړی .