ایران او پاکستان له نشه ایزوموادو سره په مبارزې کې ملګرتیا پراخوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i128768-ایران_او_پاکستان_له_نشه_ایزوموادو_سره_په_مبارزې_کې_ملګرتیا_پراخوي
د ایران دپولیسو له نشه ایزو موادو سره د مبارزې د برخې مشر  په اسلام اباد کې د پاکستان  د نشه ایزوتوکو د کنټرولولو دچارو له وزیر شازین بګټي  او دغه راز  د پاکستان د نشه ایزو توکو سره دمبارزې د ځواک له قوماندان جنرال محمد عتیق الرحمان سره هم لیده کاته او رغنده خبرې اترې  کړي دي.
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Mar 01, 2023 01:47 Asia/Kabul
  • ایران او پاکستان له نشه ایزوموادو سره په مبارزې کې ملګرتیا پراخوي

د ایران دپولیسو له نشه ایزو موادو سره د مبارزې د برخې مشر  په اسلام اباد کې د پاکستان  د نشه ایزوتوکو د کنټرولولو دچارو له وزیر شازین بګټي  او دغه راز  د پاکستان د نشه ایزو توکو سره دمبارزې د ځواک له قوماندان جنرال محمد عتیق الرحمان سره هم لیده کاته او رغنده خبرې اترې  کړي دي.

د ایران د اسلامی جمهوریت د پولیسو  له نشه ایزو توکو سره دمبارزې د برخې مشر سردار مجید کریمي  چې پاکستان ته په سفر تللی، ددغه هیواد له اړونده چارواکو سره له لیدوکاتو وروسته ئې ایرنا خبری آژانس سره په خبرو کې  ووئيل له نشه ایزو موادو سره په مبارزې کې له باکستان سره د اطلاعاتي ملګرتیاؤ پراختیا قانع کونکي ده او په دې اړه  دروزنې په برخې کې  د اسلامی ایران توانمنۍ د پاکستان  له نشه ایزو موادو سره د مبارزې له پولیسو سره  دملګرتیا  دایجنډا په سر کې  دي .

سردار کریمي  ووئيل،  د پاکستان  له نشه ایزو موادو سره دمبارزې د پولیسو له مشر سره په کتنې کې  ښې موافقې شوي دي. 

د ایران د پولیسو له نشه ایزو موادو سره د مبارزې د برخې مشر  په وروستیو کلونو کې د ایران او پاکستان د لوړپوړو چارواکو تګ راتګ او  ددواړو هیوادونو  د پولیسو د تعاملاتو دپه نتیجو په ډاډ څرګندولوسره ووئيل، له نیکه مرغه  ایران او پاکستان  په ښه متقابل نیّت  او جدي ملګرتیا سره توانیدلي دي ، د نشه ایزوموادو د قاچاق  دعواملو په پيژندګلوۍ  او د دوی په نیولو کې  اغیزشیندونکي اقدامات  وکړي. هغه ټينګار وکړ  اسلامی ایران   د نشه ایزو موادو له قاچاق سره  مبارزې په لومړنۍ کرښې کې د یوه لوي هیواد په  توګه ئې تل له دغې سپیرې بلا سره د مقابلې لپاره دوه اړخیز او سیمه ایز نوښتونه کارولی دي . یوه داسې هڅه چې  دپاکستان پشمول  د ګاونډیو هیوادونو  له مشترکو کړنو او غږمله ګامونو پورته کولو سره ، په سیمې کې  دنشه ایزو موادو له قاچاق سره  ښې بریاوې نندارې ته وړاندې کولی شي.د ایران دپولیسو له نشه ایزو موادو سره د مبارزې د برخې مشر  په اسلام اباد کې د پاکستان  د نشه ایزوتوکو د کنټرولولو دچارو له وزیر شازین بګټي  او دغه راز  د پاکستان د نشه ایزو توکو سره دمبارزې د ځواک له قوماندان جنرال محمد عتیق الرحمان سره هم لیده کاته او رغنده خبرې اترې  کړي دي.

Image Caption