اسلامي ایران د بریتانیا ناسمه ادعا رد کړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i128920
فارس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د امریکا د سمندري ځواک په ملګرتیا سره په عمان سمندر کښې د ایران د وسلو د یوې کشتۍ د نیول کیدا په هکله د انګلستان د سمندري ځواک ادعا په کلکه رد کړه.
(last modified 2023-03-04T02:41:19+00:00 )
Mar 04, 2023 04:44 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران د بریتانیا ناسمه ادعا رد کړه

فارس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د امریکا د سمندري ځواک په ملګرتیا سره په عمان سمندر کښې د ایران د وسلو د یوې کشتۍ د نیول کیدا په هکله د انګلستان د سمندري ځواک ادعا په کلکه رد کړه.

هغه وویل هغه هیوادونه چې د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف ته د میلیارډونو ډالرو په ارزښت د وسلو په استولو سره د یمن د خلکو د وژل کیدا او د هیواد د ورانۍ سبب شوي دي په نورو هیوادونو باندې د تورونو په لګولو سره ځانونه نشي تبرئه کولای.

ناصر کنعاني وویل هغه هیوادونه چې د تاریخ په اوږدو کښې د جنګ د رامینځته کولو اصلي عاملان وو او دي او د نړۍ کړکیچنو سیمو ته د وسلو او د تجهیزاتو تر ټولو ستر صادرونکي دي هڅه کوي له دروغو په ډکو ادعګانو او د دروغجنو خبرونو په دودولو سره د  نړۍ عمومي افکار بې لارې کړي.

د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي ډاګینه کړه ښه خبره دا ده دغه هیوادونه د غلط ادریس د ورکولو او د یمن د بې دفاع او د مظلومو خلکو پرضد په تپلي جنګ کښې له خپل مسوولیت د ځان د تښتولو پرځاې دغه جنګ کښې خپل ګټه غوښتونکی او فرصت غواړی کړچار پاې ته ورسوي.

په یمن باندې د سعودي عربستان او د هغه د ملګرو په حملو کښې چې له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې دوام لري تراوسه په سلګونو زره کسان مړه او ژوبل شوي او له څلورو میلیونو څخه زیات کسان کډوال شوي هم دي.