د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه :-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i128972-د_ایران_او_نړیوالو_ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ.
(last modified 2023-03-05T03:37:50+00:00 )
Mar 05, 2023 06:33 Asia/Kabul
  • د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه :-

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ.

نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ولولو چې مهم سرټکي یې څه دي.

د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس له مشر رافائیل ګروسي سره په کتنه کښې په دې خبرې سره چې امریکا، صهیونیسټ رژیم او ځینو هیوادونو اټومي مسله د ایران په ملت باندې د دوه چنده دباو پلمه ګرځولي ده سپارښتنه وکړه چې اټومي اژانس باید حرفه اي، منصفانه او بې پلوه کړچار ولري او د قدرتونو تر سیاسي مقصدونو لاندې ورنشي.

د بخښنې نړیوالې موسسې په بحرین کښې د فرمولا ون()د ګاډو د کلنۍ سیالۍ ترسره کیدا ته په اشارې سره وویل ال خلیفه رژیم په خپلو جنایتونو باندې د برغولي د کیښودلو او د خپلو بشري حقوقو د تورې دوسیې د پاکولو لپاره دغه سیالۍ ترسره کوي.

د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان د جرمني د پارلمان له استازیو سره په یوې غونډې کښې وویل اذربایجان جمهوریت زمونږ د هیواد پرضد د پراخ تیري د پلانونې په حال کښې دي.

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش وویل چې نړۍ د بشري حقوقو د رعایتونو په زمینه کښې په شا روانه ده او هغه په دې هکله د نویو هڅو غوښتنه وکړه.

د اروپايي اتحادیې اقتصادي کمشنر وویل جنګي شرایط خپل خاص قوانین او رودې لري او که چیرې لویدیځ هیوادونه د اوکراین د جنګ د ضرورتونو پوره کولو ته هیله من دي نو باید د جنګ اقتصادي بیلګه بدله کړي.

د اوکراین جنګ دوهم کال ته رسیدلی او روسیه هماغه راز کلک هوډ لري چې دغه جنګ خپلو هدفونو ته په رسیدا سره پاې ته ورسیږي.

ځینو سرچینو د سعودي عربستان په ختیځ کښې د دمام په صنعتي ښارګي کښې د ستر اور د لګیدا خبر ورکړ.

د یمن انصار الله غورځنګ تراوسه په دې هکله کوم دریځ نه دی غوره کړی.

په داسې حال کښې چې له دې مخکې د امریکا د ولسمشر جوبایډن د ذهني سلامتیا په هکله یوشمیر شکونه مطرح وو د سپینې ماڼۍ ډاکټر په خپلو نویو معاینو کښې وویل چې ولسمشر جوبایډن د پوستکي په سرطان ککړ دی چې اوس یې  درملنه شوي ده.

په اسرائیل کښې د امریکا سفیر وویل چې د صهیونیسټ رژیم د مالیې وزیر سموتریچ یو احمق سړی دی.

د صهیونیسټ رژیم ترهګره څپه دومره زیاته شوي ده چې حتی اسرائیلو لویدیځ  متحدان  او امریکا هم اوس هڅه کوي چې له سرزور صهیونیسټانو څخه ځانونه لیرې وساتي.

لنډه دا چې د نیواکي فلسطین حالات په بې مخینې ډول ګډوډ شوي دي.

د عراق د شفافیت ادارې د پیړۍ د غلا  له ترسره کولو سره د  مرستې په تور د عراق د پخواني لومړي وزیر مصطفی کاظمي په حکومت کښې د څلورو لوړرتبه چارواکو د نیولو او د هغوې د تعقبیولو حکم ورکړی.

د فلسطین له ایډیل سره د ابو لهب د بچیانو په نوي خیانت کښې ال سعود رژيم له صهیونیسټ رژیم سره تجارتي اړیکې پراخې کړې.

د صهیونیسټ رژیم پارټنر ارتباطي شرکت وویل چې د سعودي عربستان یوه شرکت چې ایم بي سي ډلې ته اړونده دی له اسرائیلو سره د ملګرتیا تړون لاسلیک کړی دی.

د روسیې خبري او مطبوعاتي سرچینو وویل چې د کورونا ضد د اسپوتنیک واکسین یو جوړونکی اندرې پوتیکوف په ماسکو کښې په خپل کور کښې وژل شوی دی.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې عزتمنو لوستونکو  اوس به د اطلاعات ورځپاڼې مهم سرټکي وګورو.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس له مشر رافائیل ګروسي په کتنه کښې وویل اټومي اژانس باید بې طرفانه د ایران اټومي فعالیتونه بیان کړي.

د سعودي عربستان په ختیځ کښې په دمام صنعتي سیمه کښې ویرونکي چاودنه او اور لګیدلی او ځینو رسنیو دغه د یمن د انصار الله غورځنګ احتمالي توغندوي حمله بللي ده.

د تیونس ولسمشر قیس سعید وویل زه د هیواد په کورنیو چارو کښې د بهرنیو هیوادونو له لاسوهنې سره مخالف یم.

هغه وویل مونږ په اعتراضونو او مظاهرو کښې د ځینو خارجي هیوادونو د چارواکو او د مسوولانو له ګډون کولو سره مخالف یوو.

سپینې ماڼۍ وویل امریکا له دې وروسته په افغانستان کښې د پوځي اقدام د ترسره کولو لپاره د کابل د رضایت جلبولو ته ضرورت نلري.

اروپايي اتحادیې وویل که چیرې مونږ داسې اطلاعات ترلاسه کړو چې وښي چین د اوکراین په جنګ کښې روسیې ته وسلې ورکړي دي نو د پیکینګ پرضد به بایکاټونه ولګوو.

د عراق د کردستان سیمې مشر د ډیموکراټ او د وطنپالې اتحادیې ترمینځ د پوځي نښتې رامینځته کیدل لیرې وبلل او ویې ویل تاوتریخوالي او جګړې ته د اختلافاتو د غځیدا اجازه نه ورکوو.

هاارتص صهیونیسټۍ ورځپاڼې په یوه راپور کښې د صهیونیسټ رژیم د کابینې د اقداماتو په ترهګر بللو سره لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو لیونی وباله کوم به چې د اسرائیلو د ورانۍ د ویشل کیدا او د دړې وړې کیدا سبب شي.

د امریکا وال سټریټ جورنال ورځپاڼې راپور ورکړ چې سعودي عربستان او متحده عربي امارات د یمن د تیلو او د جنګ په هکله له اختلاف سره مخ شوي دي.

په دغه راپور کښې ویل شوي دي چې متحده عربي امارات په تیرې جنورۍ میاشت کښې د مینځني ختیځ د یوشمیر هیوادونو په ګډون سره د یوې غونډې کوربه و چې د عربستان ولي عهد محمد بن سلمان پکښې ګډون ونکړ او له بلې خوا د متحده عربي اماراتو مشر محمد بن زاید هم په ریاض کښې د چین او د عربو هیوادونو د مشرانو په غونډې کښې ګډون ونکړ.

د امریکا ولسمشر جوبایډن او د جرمني صدر اعظم اولاف شولټز په واشنګټن کښې په کتنه کښې د اوکراین د ملاتړ د دوام او تر هغه وخته پورې چې ضروري وي د روسیې پرضد د بایکاټونو د لګولو لپاره په خپلو چمتو والي ټینګار وکړ.

()

د تهران راډیو زړه ته رانږدې ملګرو  اوس به د ځینو نړیوالو ورځپاڼو مهم سرټکي درسره شریک کړو.

()

د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یوې افغانې د ژوند کیسه رااخیستې چې دیارلس کلنه وه او پلار یې په ولور ورکړه.

د هغې پلار په نشه ئیزو موادو روږدی و.

دا مېرمنه وایي چې د واده له لومړۍ ورځې یې پر دې فکر کاوه چې څرنګه به د مېړه کور پرېږدي. اخر دا له دې کوره ولاړه، طلاق یې واخیست او له بل چا سره یې واده وکړ.

ورځپاڼه لیکي چې دا مېرمن اوس د طالبانو په واکمنۍ کې بیا په تېښته ده ځکه چې د زنا په تور ممکن زنداني شي.

واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي چې دا مېرمن د افغانستان د لوېدیځ ده چې د جمهوریت په وخت کې یې د دې لپاره طلاق اخیستی و چې مېړه یې وهي او مېړه یې محکمې ته نه و ورغلی چې د طالبانو په حساب د دې طلاق باطله دی او د دې دویم واده هم سم نه دی.

ورځپاڼه د یو شمېر پخوانیو قاضیانو او وکیلانو په وینا لیکي چې په زرګونو داسې افغان مېرمنې شته چې د تېر حکومت پر مهال یې داسې طلاق اخیستی دی چې مېړونه یې په محکمو کې حاضر نه وو او اوس دا مېرمنې د طالبانو په واکمنۍ کې د زنداني کېدو له خطر سره مخامخ دي.

واشنګتن پوسټ د پخوانیو قاضیانو او څارنوالانو په وینا څرګندوي چې د تېر نظام پر مهال د هغو مېرمنو د طلاق غوښتنه منل شوې چې د خپلو مېړونو له زور زیاتي او ظلمه به یې کور پرې ایښی و یا به یې مېړونه په نشه ئیزو موادو اخته وو.

ورځپاڼه لیکي، په ۲۰۲۲میلادي  کال کې د طالبانو د حکومت له بیا واکمنۍ راوروسته د طلاق واک د نارینه و په لاس کې شوی دی خصوصاً د هغو نارینه وو په لاس کې پرېوتی دی چې له طالبانو سره نږدې روابط لري.

()

د طالبانو له بیا واکمنۍ راپه دې خوا د لوېدیځ د یوې بلې خپرونې، پیپلز ډسپچ په وینا په سلګونو زرو افغانانو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.

د دې خپرونې په باور د متحده ایالتونو بندیزونه، د سوداګرۍ په چارو کې خنډونه او په افغانستان کې د بهرنیو پانګه والو د ښکېلتیا د کمېدو له امله له درېیو دوې افغان کورنۍ د لومړنیو خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ شوې دي.

پیپلز ډسپچ وړاندې د افغانستان د بشري وضعیت په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ د اټکل له مخې چې په خپل تازه راپور کې یې کړی دی لیکي، د طالبانو له واکمنۍ راوروسته په زراعتي، ملکي خدماتو او رغونې برخو کې ډېرو خلکو کارونه له لاسه ورکړې دي چې شمېر یې شاوخوا اوو لکو ته رسېږي.

د افغانستان د بشري وضعیت په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په خپل نوي راپور کې د پروسږکال له جولای تر ډسمبر پورې موده رانغښتې ده.

()

ایفننګ سټنډرډ برتانوي خپرونې بیا د طالبانو تر واکمنۍ راوروسته له افغانستانه د هغو افغانانو د ایستلو په اړه لیکنه خپره کړې ده چې په تېرو دوو لسیزو کې یې په افغانستان کې له برتانوي پوځیانو سره کار کړی دی.

د دې خپرونې په باور لاهم په افغانستان کې نږدې زر تنه داسې افغانان پاتې چې له برتانوي پوځیانو سره یې همکاري کړې ده او باید بریتانیا ته انتقال شي.

بریتانیا د ۲۰۲۲میلادي کال په اپرېل میاشت کې یو پروګرام جوړ کړ چې هدف یې دا و چې هغه کسان چې په افغانستان کې یې د دغه هېواد له پوځیانو سره همکاري کړې ده، بریتانیا ته ولېږدوي.

د دې پروګرام له مخې په لسګونو زره کسان بریتانیا ته انتقال شوي چې د څه باندې پنځوس زره کسانو دوسیې لاهم نه دې حل شوي.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ  پاڼې عزتمنو لوستونکو ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیدله نور له تاسو اجازه غواړو خوښ وسئ.