د ایران اوIAEA په موافقې سره د د پلټنو اندازه زیاتیږي
د ایران د ایټمي انرژۍ د ادارې ویندوي ټينګار وکړ،د ایران له ایټمی تاسیساتو څخه د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس د پلټنو اندازه د لورو په موافقې سره زیاتیږي.
د ايټمي انرژۍ دنړیوال آژانس مشر رافایل ګروسي د مارچ په دریمه دیوه پلاوي په مشرۍ تهران ته راغی ا و د ایران د ایټمي انرژۍ دادارې له مشر محمد اسلامی سره ئې د خبرواترو دوه پړاؤنه ترسره کړل.
رافایل ګروسي همداراز د ایران له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان او وروسته بیا د ایران د اسلامی جمهوریت له ولسمشر ابراهیم ریئسي سره هم لیده کاته وکړل. په دغه دوه ورځني سفر کې پر لیدوکتو سربیره د ملګرتیاؤ ګډه اعلامیه هم صادره شوه.
د ایران د اسلامی جمهوریت د ایټمي انرژۍ د ادارې ویندوي بهروز کمالوندي له ایرنا خبری آژانس سره په خبرو کې ووئيل،لکه څنګه چې د لومړي ځل لپاره د فردوپه ایټمي ریئکټر کې د یورانیم شپیته فیصدي پخونل پیل شوي وو، د سیف ګارډز د کړنو په اساس باید ارزونې زیاتې شوي وائ،ځکه اصولا د یورانیمو دپخولو د سوئې زیاتیدا او یاموسیسې ته د لاحساسو موادو واریدیدا د لورو په موافقې سره دارزونو اندازه هم زیاتوي.
کمالوندي د ایران او آژانس په خبرواترو کې کسانو ته د لاس رسي د ورکولو په باب ځيني ادعاګانې دروغ وبللې او زیاته ئې کړه، په تیرو دوو ورځو کې چې رافایل ګروسي سره د پلاوي په ایران کې وو،کسانو ته د لاس رسي بحث هیڅ وخت مطرح شوی نه دی او ددې موضوع ښونکی هیڅ متن هم نه دی لیکل شوی ،البته حتی که دغه شان غوښته مطرح شوي هم و ائ ، نو په چورلټ ډول به ورسره مخالفت شوی ؤ.
د ایران د ایټمي انرژۍ د ادارې ویندوي همدارازد آژانس د غوښتې د اندازې په اساس د ادعا وړ درو ځایونو ته دلاس رسي لپاره له آژانس سره دموافقې په باب دځينو خبرونو په غبرګون کې ووئیل،د ادعا وړ درو ځایونو ته د لاس رسي د اندازې په باب هیڅ ډول بحث نه دی مطرح شوی او دغو ځایونو ته مخکیني لاس رسي ته په پام سره اصولا د لازیات لاس رسی ضرورت نه لیدل کیږي او آزانس هم تر دې د مه دغه شان غوښته نه ده کړې.