د ایران اوافغانستان مطبوعاتو ته کتنه
د ایران درستو ورځپاڼو په شان نوموړی ورځپاڼۍ هم د نړۍ د ژغورونکی ، صاحب الزمان حضرت امام مهدی عج د نیکمرغه زوکړې مبارکی ویلی دی . حضرت مهدی علیه السلام د ۲۵۵ هجری قمری کال د شعبان المعظم دمیاشتې په پینځلسمه نړۍ ته سترګې رڼې کړې
اطلاعات
د ایران درستو ورځپاڼو په شان نوموړی ورځپاڼۍ هم د نړۍ د ژغورونکی ، صاحب الزمان حضرت امام مهدی عج د نیکمرغه زوکړې مبارکی ویلی دی . حضرت مهدی علیه السلام د ۲۵۵ هجری قمری کال د شعبان المعظم دمیاشتې په پینځلسمه نړۍ ته سترګې رڼې کړې
دهغه حضرت ګران پلار د شیعیانو یولسم امام حضرت حسن عسکری علیه السلام او ګرانه مور یې هم بی بی نرجس وه .مونږه هم په خپل وار د نړۍ د ژغورونکی حضرت امام مهدی عج د نیکمرغه زوکړې په مناسبت تاسو ګرانو میناوالو ته د زړه له کومې مبارکی وړاندی کوو ، دغه ستر او نیکمرغه اختر مو مبارک شه .
ورځپاڼۍ همداراز په خپل لومړی مخ د ونو لګولوورځې په مناسبت درهبرۍ د ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای له ونې لګولو وروسته مهمو ویناو ته اشاره کړی ده چی فرمایلی یې دي ، د زده کونکیو د مسومیت د جنایت عوامل باید سخت سزا شي . ورځپاڼه په دې اړه لیکی د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت ا...سیدعلي خامنه يي د دریو نیالګیو له کېنول وروسته د زده کوونکو د مسمومولو موضوع ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې چارواکي او استخباراتي او د قانون نافذوونکي ادارې دې په جدي توګه دا موضوع تعقیب کړي وفرمایل دا موضوع یو ستر او نه بښونکی جنایت دی او که څوک په دې پېښه کې لاس ولري، عاملین او ترسره کوونکي یې باید سخته سزا وویني.
حضرت امام خامنه ای دا کار د ټولنې د تر ټولو بې ګناه عناصرو، یعنې ماشومانو پر وړاندې یو جنایت او همدارنګه په ټولنه کې د رواني ناامنۍ او د کورنیو د اندېښنو لامل وباله او زیاته یې کړه: ټول باید پوه شي چې که څوک د دې جنایت د ترسره کوونکو په توګه په نښه او محکوم شي. د دوی به په هېڅ ډول ونه بخښل شي، ځکه چې دوی ته باید سخته سزا ورکړل شي ترڅو نورو ته عبرت ورګرځي.
ورځپاڼې په بل مخ لیکلی دی د ایټمی انرژۍ د نړیوال اژانس عمومی منشی ګروسی ویلی دی د ریښتیا معلومولو لپاره له ایران سره موافقې ته رسیدلی یو .
د لبنان د حزب ا... عمومی منشی سید حسن نصرا... وویل د صیهونیسټ رژیم د پای نښې نښانې ښکاره شوی دي .
د ایران د قضاییه قوې مشر ویلی دی د زده کونکیو د مسمومیت د عاملانو اقدام د مفسد فی الارض مصداق دی .
د صهیونیسټي رژيم جنګي الوتکو په سوریې کښې د حلب نړیوال هوايي ډګر په نښه کړی دی . المیادین چینل هم د حلب په نړیوال هوایي ډګر د صهیونیسټي رژیم د جنګي الوتکو د برید په تاییدولو سره راپورورکړی چې د سوریې د پوځ دافع هواد دښمن له توغندیو سره مقابله کوي .
د حرکه النضال ترهه ګرې ډلګۍ ۶ غړی په اعدام محکوم شول .
د روهینګیا د کیمپ په سختې اورلګیدنې کې ۱۲ زره مسلمانان بی کوره او کډوال شوي دي
کیهان ورځپاڼه
دغې ورځپاڼۍ هم په خپل لومړی مخ د رهبرۍ د ستر مقام حضرت امام خامنه ای یو انځور چاپ کړی دی چی د نیالګی په لګولو بوخت دی او لاندې یې په غټو ټکیو د امام خامنه غای له قوله لیکلی دي چی د زده کونکیو د مسمومیت عوامل باید سخت سزاشي .
راپورونه وایی چی هیڅ پایلیټ د صیهونیسټ رژیم د لومړی وزیر نتانیاهود الوتکې الوزولو ته حاضر ندې .
د لبنان د حزب ا... عمومی منشی سید حسن نصرا... ویلی دی اسراییل خپلې وروستۍ پښې لاسونه وهي ، د مقاومت د دافعی قدرت دلیل د ایران ملاتړونه دي .
د ایران او روسیې د ولسمشرانو په ټیلی فونی تماس کې د تهران او ماسکو د اقتصادي ملګرتیاو په پیاوړتیا ټینګار وکړ .
د ایران د خارجه وزارت ویندوی کنعانی امریکایی چارواکو ته په خطاب کې وویل هم پیغام ورکوئ او هم ردوئ .
په خوزستان کې د امنیت د ساتونکیو ځواکونو او خلکو د شهادت ۶ عاملان په پانسۍ محکوم شول .
په پاکستان کې په ځان وژونکی حمله کې دپولیسونهه کسان ووژل شول . ورځپاڼه په دې اړه لیکی چی د پاکستان بلوچستان ایالات په بولان سیمه کې د پولیسو په موټر، موټر سایکل سپور ځانمرګي بریدګر برید کړی چې له امله یې ۹ پولیس وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
د فرانسې د انرژۍ او ټرانسپورټ برخې نن کاربندیز کوی .
سی این این چینل په یوه راپور کی ویلی دی چی د دولتی خوړو د مرستو غوڅولو ملیونونه امریکایان د خوړو له ستونزې سره مخامخ کړی دي .
الشرق الاوسط ورځپاڼې په یوه وړاند وینه کې ویلی دی چی امریکا به له اوکراین سره هماغه کار وکړی چی له افغانستان او عراق سره یې وکړ .
د میانمار د مسلمانانو کیمپ وسوزول شو چی پکې په لسګونو جوماتونه هم وسوزیدل .
اسلامی ایران له شنګهای سازمان سره د مرستې ډیرې وړتیاوې لري .ورځپاڼه لیکی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د شانګهايي د ملګرتیا سازمان له عمومي منشي سره په کتنه کښې ویلی دی ایران په بیلا بیلو برخو کښې داسې ډیرظرفیتونه لري چې د سازمان د هدفو نود پوره کیدو په لړ کښې یې وړاندې کولې شي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د شانګهايي د ملګرتیا سازمان له عمومي منشي ژانګ مینګ سره په کتنه کښې په شانګهايي سازمان کښې د فعالانه شتون او رول لوبونې لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت په هوډ او جدیت ټینګار وکړ. امیر عبداللهیان په دوام کښې څرګنده کړه باور لرو چې دا سازمان په نړیوالو امنیتي او اقتصادي ترتیباتو کښې مهم رول لوبوي او د اقتصادي ملګرتیاؤ پراختیا به له پایداره امنیت سره مرسته وکړي. عبداللهیان ټینګار وکړ چې ایران په تخنیکي، صنعتي، ټوریزم ، کلتوري او د ټیکنالوجۍ په شان برخو کښې ډیرې وړتیاوې لري چې د سازمان د موخو د پوره کیدو په لړ کښې یې وړاندې کولې شي.
د افغانستان ورځپاڼۍ
کلید
د افغانانو د بشري حالت راپور امنیت شورا ته وړاندې شو
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي تېره ورځ په جینوا کې د افغانستان د بشري حالت په اړه خپل راپور د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړی.
په دغه راپور کې د ۲۰۲۲ میلادي کال له جولای میاشتې څخه تر ډیسمبر پورې په افغانستان کې د بشري حقونو د حالت څارنه شوې ده.
ریچارډ بنټ د خپل راپور د وړاندې کولو پر مهال ویلي چې له عامه ژوند څخه د افغان ښځو لېرې کول ناسم دي.
هغه ویلي، دوی باید اسلامي امارت ته په څرګنده ووایي چې پر مېرمنو دا ډول بندیزونه هېڅ د توجیه وړ نه دي.
نوموړي زیاته کړې، په افغانستان کې پر نجونو او مېرمنو بندیز پر ټول نفوس ناسم اغېز لري.
طالبانو که څه هم په دې اړه تازه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې څرګنده کړې چې دوی هڅه کوي چې د ځانګړي چوکاټ په رامنځته کولو سره ټولو نجونو ته د زده کړو او مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړي.
مسیر
کانونو وزارت وایی د ټاپي پروژې د کار پیل لپاره بشپړ چمتووالی لرو
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې د ټاپي پروژې د کار پیل لپاره بشپړ چمتووالی لري. د دغه وزارت ویاند د ټاپي پروژې په غړو هېوادونو کې شته ننګونې د دغې پروژې په کار کې د ځنډ بنسټيز لامل بولي. نوموړی زیاتوي، چې په ټاپي پروژه کې امنیتي، تخنیکي او حقوقي مسایل حل شوي دي. تر دې وړاندې د ا.ا چارواکو او په کابل کې د پاکستان مخکیني سفیر په ۲۰۲۲زیږدیز کال کې د دې پروژې د عملي کار د پېلېدو خبر ورکړی و. تر دې وړاندې د روسیې ۲۴ ټلوېزیون رپوټ ورکړی چې مسکو هم د ټاپي په پروژه کې ګډون ته لېوال دی. د ټاپي پروژه له ترکمنستان پېل او د افغانستان او پاکستان له خاورې په تېرېدو هند ته رسېږي، چې د دې پروژې په عملي کېدو سره به زرګونه تنو ته د کار د زمینې پر برابرېدو سربېره، افغانستان په کال کې ۴۰۰ میلیون ډالره ترلاسه کړي.
استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل
د استرالیايي ځواکونو یو پخوانی غړی وایي همکارانو یې په لوی لاس په افغانستان کې ملکي وګړي په نښه کړي دي. تازه استرالیايي رسنیو او یو شمېر څېړنیزو بنسټونو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په تېره د استراليايي ځواکونو د جنګي جنایتونو پلټنه پيل کړې ده. اې بي سي نیوز په یوه مطلب کې لیکي چې استرالیايي ځواکونه په لوی لاس ملکي، بې وسلې او بې دفاع خلک په نښه کړي دي او له کوم جرم او څېړنې پرته یې وژلي دي. دغه رسنۍ ته د استرالیا د ځانګړو ځواکونو یوه پخواني غړي ویلي چې دی په ځینو مواردو کې د خپلو همکارانو له لوري د ملکي افغانانو د وژلو شاهد و. دده په خبره حکومت باید څېړنه وکړي او هغه پوځیان باید محاکمه کړي چې جنایت یې کړی دی او عام خلک یې وژلي دي. تر دې وړاندې هم پر استرالیايي ځواکونو دغه ډول ادعاوې شوې دي خو د استرالیا حکومت د ګڼو راپورونو له خپرېدو سره سره د خپلو مجرمو پوځیانو پر وړاندې هېڅ راز اقدام نه دی کړی.