د ایران بهرنیو چارو وزیر ترکیې ته تللی
د ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو په انقره کې سره وکتل.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې له زلزله ځپلو سیمو څخه د لېدنې او د دغه هېواد له چارواکو سره د خبرو لپاره انقرې ته تللی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د سه شنبې په شپه ترکیې ته له رسېدو وروسته د انقرې په اسن بوغای هوايي ډګر کې وویل: هغه د ترکیې له زلزله ځپلو خلکو سره د خواخوږۍ د څرګندولو او د ایران د خلکو او حکومت د مرستو د دوام په هدف ترکیې ته تللی دی."
د ایرنا د راپور له مخې، امیر عبداللهیان نن په انقره کې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاوش اوغلو سره وکتل.
په دې کتنه کې د وروستیو نړیوالو پرمختګونو او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وشوې.
همداشان د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې د آدیامان زلزله ځپلو سیمو څخه هم لیدنه کوي.