د حضرت امام مهدی عج د زوکړې په مناسبت په جشن کې ۳ میلیون زایرینوګډون وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i129174-د_حضرت_امام_مهدی_عج_د_زوکړې_په_مناسبت_په_جشن_کې_۳_میلیون_زایرینوګډون_وکړ
د ایران د قم د کلتوری ، اجتماعی او زیارتی چارو مرستیال مشر ابوالقاسم مقیمی د حضرت امام مهدی عج د نیکمرغه زوکړې په مناسبت په جمکران جومات کې ۳ میلیون زایرینو ګډون وکړ .
(last modified 2023-03-08T21:27:00+00:00 )
Mar 09, 2023 01:47 Asia/Kabul
  • د حضرت امام مهدی عج د زوکړې په مناسبت په جشن کې  ۳ میلیون زایرینوګډون وکړ

د ایران د قم د کلتوری ، اجتماعی او زیارتی چارو مرستیال مشر ابوالقاسم مقیمی د حضرت امام مهدی عج د نیکمرغه زوکړې په مناسبت په جمکران جومات کې ۳ میلیون زایرینو ګډون وکړ .

حضرت  امام مهدي (عج) د ۲۵۵ هجري قمري کال د شعبان میاشتې په ۱۵مه په سامرا کې نړۍ ته سترګې وغړولې، پلار يې  حضرت امام حسن عسکري (ع) او مور يې " بی بی نرجس خاتون" ده.

د عراق، افغانستان، پاکستان،  لبنان ، ارمنستان، قرغیزستان، مالیزیا، ترکیې، سوریې او ارجنټاین په ګډون د بېلابېلو هېوادونو په میلیویونونو خلکو د شعبان ۱۵مې په مراسمو کې ګډون وکړ. په دغه مراسمو کې ویناوالو وویل چې امام مهدي (عج) د بشریت ژغورونکی دی، چې په نړۍ کې سوله او عدالت راولي.

Image Caption

 

د نذرونو او خیراتونو په ورکولو او  په شمعې او څراغونو سره د کورونو سینګارول د شعبان ۱۵مې نمانځلو لپاره د نړۍ د خلکو  له دودونو څخه دي.

د يادولو ده چې هر کال د نړۍ مسلمانان په خپلو ښارونو کې د حضرت امام مهدي منتظر (عج) دنیکمرغه  زوکړې کليزه په پرتمین ډول لمانځي .