لوېدیځ ایران د یو ایټمې هیواد په توګه منلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i129274-لوېدیځ_ایران_د_یو_ایټمې_هیواد_په_توګه_منلی_دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د ایټمې سازمان مشر د دې په بیانولو چي لوېدیځو هیوادونو نن سبا ایران د یوه ایټمي هیواد په توګه منلي دي، په ټینګار سره وویل: ډیپلماسي د ایران په وړاندې د لوېدیځ یوازنی انتخاب دی.
(last modified 2023-03-10T07:38:50+00:00 )
Mar 10, 2023 12:04 Asia/Kabul
  • لوېدیځ ایران د یو ایټمې هیواد په توګه منلی دی

د ایران د اسلامي جمهوریت د ایټمې سازمان مشر د دې په بیانولو چي لوېدیځو هیوادونو نن سبا ایران د یوه ایټمي هیواد په توګه منلي دي، په ټینګار سره وویل: ډیپلماسي د ایران په وړاندې د لوېدیځ یوازنی انتخاب دی.

د تسنیم له راپور سره سم، د ایران د اسلامي جمهوریت د ایټمي انرژیو د سازمان مشر محمد اسلامي ویلي: د علم او ټکنالوژی په ډګر کې د ځواکمنېدو تر څنګ پیاوړی اقتصاد ته د رسېدو لپاره، رېښتنې خپلواکۍ اړینه ده.

د ایران د ایټمې انرژیو د سازمان مشر، زیاتوي: که د کارنده ټکنالوژی او علم ځواک راسره وي او دا ځواک مخ په وده ووسي او تر څنګ یې د علم او ټکنالوژی په بنیاد صنعت فعاله شي، هرو مرو په ټولو ډګرونو کې به بریالی ووسو.

هغه د دې په بیانولو چي له اسلامي انقلابه مخکې نه بیا تر نن ورځې پورې دښمن هیڅکله دې ته نه دی تیار شوی چي ایران د ایټمي سوونګو له بشپړه څرخې څخه برخمن ووسي، وویل: لیکن نن سبا د ایران اسلامي جمهوریت د ایټمې سوونګو په ټوله څرخې باندې بلد دی.

د ایران د ایټمې انرژیو د سازمان مشر یادونه وکړه چي د لوېدیځو هیوادونو د بندیزونو اصلي موخه د ایران اقتصاد نه دی بلکې هغوی هڅه کوي له دې لارې د ایران اراده کمزورې کړي.

 محمد اسلامي جوته کړه: نن سبا ایران د ایټمې انرژیو د ټکنالوژی په ډګر کې د نړۍ له وتلیو هیوادونو څخه بلل کیږي او دا پوهه یې د کورنیو ماهرینو په مرسته تر لاسه کړې ده، دښمن د دې کار د مخنیوی لپاره له بندیزونو بیا تر ټرورونو پورې خپل ټول په کار واچول خو ناکامه شو.