امریکا د روسیې او د چین په اړیکو غصه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i129392-امریکا_د_روسیې_او_د_چین_په_اړیکو_غصه_ده
زمونږ خبریال راپور ورکړ د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سرګي ریابکوف وویل د چین او د روسیې ملګرتیا امریکا لیونۍ کړي ده.
(last modified 2023-03-13T03:03:04+00:00 )
Mar 13, 2023 07:15 Asia/Kabul
  • امریکا د روسیې او د چین په اړیکو غصه ده

زمونږ خبریال راپور ورکړ د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سرګي ریابکوف وویل د چین او د روسیې ملګرتیا امریکا لیونۍ کړي ده.

روسیې او چین د دوو نړیوالو مهمو قدرتونو په توګه په تیرو کلونو کښې د ملګرتیاو د پراخولو او دغه راز د امریکا د یواړخیزه اقداماتو او سیاستونو پرضد د یوشان دریځونو د غوره کولو لپاره مهم ګامونه پورته کړي دي  او ماسکو او پیکینګ د نوي نړیوال نظم د بنسټ په توګه د څو اړخیزپالنې د کړچار د غوره کولو غوښتونکي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سرګي ریابکوف وویل د چین او د روسیې مخ په ودې اړیکو په هکله د امریکا له غصې څخه ډک غبرګون د دغه خبرې تائید دی چې د دواړو هیوادونو د دوه اړخیزه اړیکو پراخول سمه لاره ده.

سرګي ریابکوف وویل واضح خبره ده چې امریکا د روسیې او د چین ترمینځ د ژورو او د څو اړخیزه اړیکو  او د ملګرتیاو په پراخولو اندیښمنه ده.

هغه دې ته په اشارې سره چې امریکا پوهه شوي ده د چین او د روسیې اړیکې د څو قطبي نوي نړیوال نظم په بڼه خپلیدا کښې یو اساسي عنصر دی د ماسکو او د  پیکینګ د اړیکو پراخیدل یې د واشنګټن د سلطې د ختمیدا حل لاره وبلله.