د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر عراق ته لاړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i129738-د_ایران_د_ملي_امنیت_د_لوړې_شورا_مشر_عراق_ته_لاړ
نور نیوز راپور راکړی د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر علي شمخاني د ګاونډیتوب د ډيپلوماسۍ د سټراټیژۍ د تعقیبولو په دوام کښې د عراق پلازمینې بغداد ته لاړ.
(last modified 2023-03-19T11:14:26+00:00 )
Mar 19, 2023 11:23 Asia/Kabul
  • د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر عراق ته لاړ

نور نیوز راپور راکړی د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر علي شمخاني د ګاونډیتوب د ډيپلوماسۍ د سټراټیژۍ د تعقیبولو په دوام کښې د عراق پلازمینې بغداد ته لاړ.

عراق ته د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا د مشر او د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د استازي امیر البحر علي شمخاني د سفر په پاې کښې به د ګډو امنیتي ملګرتیاو سند چې څو میاشتې مخکې د هغه د برابریدا په هکله خبرې او د نظر تبادله شوي ده هم د دواړو هیوادونو د لوړ رتبه چارواکو لخوا لاسلیک شي.

عراق ته د علي شمخاني سفر د دغه هیواد د ملي امنیت د سلاکار قاسم الاعرجي په بلنه ترسره کیږي او د دغه سفر په بهیر کښې به د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر د عراق د حکومت له لوړرتبه سیاسي او اقتصادي چارواکو سره کتنې او خبرې وکړي.