د ایران او د عراق امنیتي موافقه اړیکې پیاوړي کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر علي شمخاني وویل: د عراق او د ایران ترمینځ د امنیتي موافقې په کامل ډول اجرا سره به د هراړخیزه اړیکو پراختیا نوره پسې چټکه شي.
د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر علي شمخاني نن سهار بغداد ته ورغی او په هوايي ډګر کښې یې د عراق د ملي امنیت سلاکار قاسم الاعرجي هرکلی وکړ.
علي شمخاني وویل د امریکا کړکیچ رامینځته کونکي سیاستونه او اقدامات په سیمه او عراق کښې د ناامنۍ اصلي سرچینه ده او د امریکا شیطنتونه هماغه راز دوام لري او د دغه بهیر دوام چې په سیمه کښې د امنیت او ثبات ګډوډونکی دی د زغملو وړ نه دی.
شمخاني د ایران او د سعودي عربستان ترمینځ موافقې کښې د عراق د حکومت د اغیز شیندونکي رول او هڅې په قدرونې سره وویل په پریکنده توګه د سیمې هیوادونه کولای شي د خبرو اترو او د دوه اړخیزه او د څو اړخیزه ملګرتیاو په سیوري کښې ګډ کړکیچونه د پردیو هیوادونو له لاسوهنې او ګډون پرته حل کړي.
د عراق د ملي امنیت د لوړې شورا سلاکار قاسم الاعرجي هم په دغه کتنه کښې وویل بې شکه د ایران او د عراق په اړیکو باندې د تپل شوي امنیتي چیلنجونو د له مینځه وړلو لپاره به د سعودي عربستان او د ایران موافقه د دوو دوستو او وروڼو هیوادونو لپاره ګټې ولري.