امریکا په سیمه کښې حیرانه او پاتې راغلي ده
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په مشهد ښار کښې د حضرت امام رضا علیه السلام د سپڅلي حرم د زیارتوالو او مینه والو په سترې غونډې کښې په سیمه کښې د امریکا لالهاندۍ ته په اشارې سره ټينګار وکړ: امریکا لالهنده(حیرانه) شوي او پاتې راغلي ده.
هغه حضرت پرون د نوي هجري لمریز کال په لومړۍ ورځ د ایران په مشهد کښې د امام رضا علیه السلام د زیارتوالو او د مینه والو په سترې غونډې کښې وویل: په سیمه کښې د نظام لاره او سیاست روښانه دی او پوهیږو چې څه کار ترسره کوو.
د مشر تابه ستر مقام زیاته کړه :خو امریکا حیرانه شوي او پاتې راغلي ده ځکه چې که چیرې په سیمه کښې پاتې شي د افغانستان په شان د سیمې د ملتونو له زیاتیدونکي نفرت سره مخامخ کیږي او د سیمې پریښودو ته مجبوره کیږي او که چیرې له سیمې لاړه شي نو خپلې تمې له لاسه ورکوي چې دغه لالهاندۍ د واشنګټن د ښکاره کمزورتیا نښه ده.
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي کودتا، بایکاټونه ، سیاسي دباونه ، بې مخینې رسندوي یرغل، امنیتي دسیسې او بې ساري اقتصادي بایکاټونه د دښمانانو د پرله پسې دسیسو اړخونه وبلل او زیاته یې کړه: د دغو دښمنیو په وروستي پړاو کښې د امریکا او د ځینو اروپايي هیوادونو مشرانو د هغو بلواو چې تیر هجري لمریز کال یوشمیر کمو خلکو په ایران کښې پیل کړي وې په صراحت سره ملاتړ وکړ او په ډول ډول تبلیغاتي ، سیاسي ، مالي ، امنیتي او رسندوي ملاتړونو سره یې هڅه وکړه د ایران اسلامي جمهوریت لږ تر لږه کمزوری کړي خو په میدان کښې د دغه هدف په اپوټه کار ترسره شو او د ایران اسلامي جمهوریت په دغه نړیوالې دسیسې بریالی شو او ویې ښودله چې پیاوړی او مستحکم دی.
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په علم او ټیکنالوژۍ کښې پرمختګ او د چاپیریال د ټیکنالوژۍ او د نانو ټیکنالوژۍ په شان ډګرونو کښې د دنیا په بره هیوادونو کښې د ایران راتلل او د سلامتیا ، هوا فضا ، اټومي ، دفاعي ، بیخي بنايي ، درملنې د مرکزونو ، روغتیا ، د تیلو د چاڼ ځایونو او په نورو ډګرونو کښې د ایران پرمختګونو ته اشارې سره وویل د بهرنیو اړیکو په حوزه کښې د ایران د څنګ ته او منزوي کولو لپاره د دښمانانو هڅو ماتي وخوړله او د ایران اسلامي جمهوریت له اسیايي هیوادونو سره د خپلو اړیکو د سل په سله پیاوړي کولو سره به له دې وروسته د سیمې له دغو مهمو هیوادونو سره د سیاسي ، د اقتصادي د علمي او د فني ارتباطاتو پیاوړتیا ته دوام ورکړي.
هغه حضرت زیاته کړه د سیمې په ځینو مهمو تړونونو کښې د ایران غړیتوب او د لاتیني امریکا او د افریقا له هیوادونو سره د اړیکو پیاوړي کول د ایران د خارجي ارتباطاتو د حوزې نوروز پرمختګونه دي په دې سربیره چې په اروپایانو هم غصه نه یوو او که چیرې اروپايي هیوادونه د امریکا له پیروۍ کولو لاس واخلي نو حاضر یوو چې له نوموړیو هیوادونو سره هم کار وکړو.