د ایران ولسمشر د اسلامي انقلاب مشر ته مبارکي ورکړه
Mar 22, 2023 04:30 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران ولسمشر بیګا د اسلامي انقلاب له ستر لارښود سره په ټيلي فوني تماس کښې د نوي کال د مبارکۍ په ترڅ کښې د هغه حضرت د ملاتړونو او د لارښونو قدرونه وکړه.
د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي له حکومته د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د ملاتړونو او د لارښونو په ملاتړ سره ټینګار وکړ د ایران حکومت به په نوي هجري لمریز کال کښې په ټول توان سره د خلکو د اقتصاد او د معیشت ښه کول او د کال د شعار تحقق تعقیب کړي.
په دغه ټیلي فوني تماس کښې د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي هم د خلکو د خدمت لپاره د حکومت د بریالیتوب لپاره دعا وکړه .