روسیه د ایران او عربستان تر مینځ د هوکړې ملاتړ کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i130376-روسیه_د_ایران_او_عربستان_تر_مینځ_د_هوکړې_ملاتړ_کوي
د روسیې د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمیسیون مشر اعلان وکړ چي د اړیکو د رغولو لپاره د ایران او د سعودي هوکړه داسي تاریخي پېښه ده چي د ټولې سیمې په امنیت مثبت اثرات شیندي.
(last modified 2023-03-30T04:59:46+00:00 )
Mar 30, 2023 09:26 Asia/Kabul
  • روسیه د ایران او عربستان تر مینځ د هوکړې ملاتړ کوي

د روسیې د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمیسیون مشر اعلان وکړ چي د اړیکو د رغولو لپاره د ایران او د سعودي هوکړه داسي تاریخي پېښه ده چي د ټولې سیمې په امنیت مثبت اثرات شیندي.

د مارچ د میاشتې په لومړیو کې د چین په مینځګړیتوب سره، په بیجینګ کې د ایران او د سعودي چارواکو د اړیکو د بیارغولو لپاره هوکړې ته ورسېدل چي د ګن شمېر هیوادونو له هرکلي سره مخامخ شوی او د اسرائیل د رژیم د سختو اندېښنو لامل شوی دی.

د فارس له راپور سره سم، تېره ورځ د روسیې د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمیسیون مشر لئونید اسلوتسکي د ایران له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په کتنه کې له یادې هوکړې نه د روسیې د بشپړه ملاتړ خبر ورکړ.

هغه همدارنګه تهران ته د روسیې د پارلماني استازو وروستي سفر ته په اشارې سره، د دواړو هیوادونو ترمینځ د پارلمانې اړیکو له غوره ظرفیت څخه په استفادې سره، په نورو ډګرونو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په ضرورت ټینګار وکړ.

اسلوتسکي همدارنګه وویل چي د روسیې د ولسمشر سلاکار ډېر ژر به ایران ته سفر وکړي څو د دواړو هیوادونو تر مینځ د دوه اړخیزو همکاریو د زیاتوالې د لارو چارو په هکله خبرې اترې وکړې.