د ایران د خارجه وزارت ویاند:
د یمن بحران په سیاسي لارو چارو هوارېدایشي
د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: اسلامي جمهوریت د خپل اصولي دریځ او استراتیژیک لیدلوری له مخې د یمن د بحران حل یوازې په سیاسي لارو ممکنه بولي.
د ایرنا له راپور سره سم، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعانی چافی د یمن د کلابندی د ختمېدو او د ځمکني بشپړتیا او ملی واکمنۍ ته درناوی د تهران له نظره ضروري وباله او د یمن د بحران د حل لپاره د ټولو یمني لورو د ګډون په ضرورت ټینګار وکړ.
هغه زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت د خپل اصولي سیاست پر بنیاد هیڅکله جنګ د حل لاره نه بولي او د سیمه ایزو بحرانونو حل یوازې په خبرو اترو ممکن ګڼي.
کنعانی همدارنګه په روان میلادي کال کې په یمن کې د دوهم اوربند د امله د یو شمېر اسانتیاو له برابرېدو څخه هرکلی وکړ او هیله یې وښوده چي ټوله لورې یوې هوکړې ته ورسیږي.
د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: تهران له خپل ټول وس څخه کار اخلي څو یمن کې سوله په عادلانه توګه برقراره شي او د دغه اسلامي هیواد ولس له سولې او امنیت څخه برخمن شي.
عربستان د امارات په شمول د یو شمېر عربو هیوادونو په ملګرتیا په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په یمن باندې برید وکړ او دغه هیواد یې له هوا، سمندر او ځمکې له خوا کلابنده کړ لیکن د یمن د ولسي مقاومت په پایله کې عربستان او د هغه ملګرو له ماتې سره مخامخ شوي دي.