د هاګ د محکمې فیصله د ایران حقانیت ثابت کړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i130448-د_هاګ_د_محکمې_فیصله_د_ایران_حقانیت_ثابت_کړ
د ایران د پارلمان د بهرني سیاست د کمیسیون غړی د دې په بیانولو چي د اسلامي انقلاب له بریا وروسته امریکا د ایران د شتمنیو د کنګلولو هڅه کړې، وویل: د هاګ د محکمې فیصله د ایران حقانیت ثابت کړ.
(last modified 2023-03-31T21:28:47+00:00 )
Apr 01, 2023 01:56 Asia/Kabul
  • د هاګ د محکمې فیصله د ایران حقانیت ثابت کړ

د ایران د پارلمان د بهرني سیاست د کمیسیون غړی د دې په بیانولو چي د اسلامي انقلاب له بریا وروسته امریکا د ایران د شتمنیو د کنګلولو هڅه کړې، وویل: د هاګ د محکمې فیصله د ایران حقانیت ثابت کړ.

ایرانی استازی فدا حسین مالکې ایسنا سره په مرکه کې، جوته کړه: د هاګ نړیوالې محکمې د ایران په ګټه فیصله کړې او امریکا باید د ایران کنګل شوي شتمني خوشي کړي. دا د ایران د ولس غوښتنه هم ده.

هغه یادونه وکړه چي صهیونیستان به د ایران په ضد په نړیوالو سازمانونو کې د دسیسو په لټه کې ووسي.

د هاګ نړیوالې محکمې د پنجشنبې په ورځ د امریکا له لورې وړاندې شوې دلایل بې ځایه او د ایراني شرکتونو بانکونو د شتمنیو کنګلېدا غیرقانوني وباله او د امریکې څخه غوښتنه وکړه چي ایران ته اوښتي زیانونه ور جبران کړي.