په ایران  باندې د اذربایجان د جمهوریت چتی تور لګونه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i130450-په_ایران_باندې_د_اذربایجان_د_جمهوریت_چتی_تور_لګونه
د اذربایجان د جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت له کوم شواهد او اسنادو د وړاندې کولو پرته د دې هیواد د یوه پارلماني استازی په وژلو کې په ایران تور لګولی دی.
(last modified 2023-03-31T21:29:40+00:00 )
Apr 01, 2023 01:58 Asia/Kabul
  • په ایران  باندې د اذربایجان د جمهوریت چتی تور لګونه

د اذربایجان د جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت له کوم شواهد او اسنادو د وړاندې کولو پرته د دې هیواد د یوه پارلماني استازی په وژلو کې په ایران تور لګولی دی.

اذربایجان جمهوریت په وروستیو میاشتو کې په مختلفو طریقو سره په ایران باندې ډول ډول تورونه لګولي دي، خو سره له دې تهران د ښه ګاونډیتوب په بنیاد د باکو له چټي تورونو سره، د حوصلې په غوره کولو د شخړو د مخنیوی او د اړیکو د نه ورانېدو هڅه کړې ده.

دا دی یو ځل بیا اذربایجان جمهوریت له کوم سند او شواهد پرته په تهران باندې نوې تورونه لګولي دي.

د دې هیواد د پارلمان غړی فاضل مصطفی څو ورځې وړاندې د خپل کور مخته په ډزو باندې ټپي شو.

د اذربایجان د جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ایخان حاجی زاده ادعا کړې ده چي د پیښې په لومړنیو پلټنو کې د ایران د ښکېلتیا نښې موندلي دي.

هغه همدارنګه په ایران باندې د تورونو د لګولو په بهیر کې ادعا وکړه چي د ایران له خاورې د اذربایجان د جمهوریت په ضد ځینې خوځښتونه تر سره شوي دي.