د ایران د حکومت ویاند:
ترهګریزو اقداماتو ته به ځواب ورکول شي
د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت ویاند په سوریې کې د اسرائیل رژیم په بریدونو کې د دوه ایراني فوځي سلاکارانو شهادت ته په اشارې سره، وویل چي ترهګریز اقدامات بې ځوابه نه پاته کیږي.
د ایران د دولت ویاند علی بهادری جهرمي په خپل ټوییټر کې ولیکل: په بېړنیزو حالاتو کې له خپلو سرحدونو بهر ترهګریز اقدامات د صهیونیستي رژیم او د نورو ترهګرو حکومتونو عادت ګرځېدلی څو په دې ډول عامه افکار بې لارې کړي او خپلې کورنۍ ستونزې پټې کړي.
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران دوه فوځي سلاکاران ډګرمن میلاد حیدری او تورن مقداد مهقانی چعفر آبادی د جمعې په سهار په سوریې کې د صهیونیست رژیم په بریدونو کې په شهادت ورسېدل.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعانی هم په سوریې کې د صهیونیست رژیم په برید کې د دغو دوو فوځي سلاکارانو شهادت له تکفیري ټروریزم او د هغه له ملاتړو منجمله صهیونیستي رژیم سره د ایران د ستر ولس د مبارزې بیه وباله.
د ایران د خارجه وزارت ویاند د یادو شهیدانو له کورنیو سره، د غمشریکي په ترڅ کې زیاته کړې: په سوریې باندې د صهیونیست رژیم د بریدونو دوام، د دې هیواد د ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا او د نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دی چي د ترهګرو د ملاتړ په هدف تر سره کیږي.