قرآن د ټولو مسلمانانو او غیر مسلمانانو لپاره ځانګړی جذابیت لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i130560-قرآن_د_ټولو_مسلمانانو_او_غیر_مسلمانانو_لپاره_ځانګړی_جذابیت_لري
په پارلماني چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت مرستیال وویل: قرآنکریم د ټولو مسلمانانو او غیر مسلمانانو لپاره ځانګړی جذابیت لري.
(last modified 2023-04-03T04:54:07+00:00 )
Apr 03, 2023 09:21 Asia/Kabul
  • قرآن د ټولو مسلمانانو او غیر مسلمانانو لپاره ځانګړی جذابیت لري

په پارلماني چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت مرستیال وویل: قرآنکریم د ټولو مسلمانانو او غیر مسلمانانو لپاره ځانګړی جذابیت لري.

سید محمد حسیني د ایران له پرس خبري آژانس سره په خبرو کې د قرآنکریم د ۳۰م نړیوال نندارتون په څنډه کې وویل: سربېره پر دې چې په هېواد کې قرآني فعالیتونه لرو، د نړۍ لپاره هم کولای شو د قرآنکریم الفاظ او آیتونه وړاندې کړو.

په پارلماني چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت مرستیال زیاته کړه: په دغه نندارتون او په نړيواله برخه کې نورو هېوادونو ته بلنه ورکړل شوې، چې خپل آثار نندارې ته وړاندې کړي، د هېواد له معنوي فضا سره آشنا شي او له نوښتونو څخه ګټه پورته کړي.

"سید محمد حسیني" څرګنده کړه، چې دا نندارتون یو مهم قرآني نندارتون دی او د ټولو ډلو لپاره یو ښه فرصت ګڼل کېږي، چې په مختلفو برخو کې خپل قرآني آثار نندارې ته وړاندې کړي، همدارنګه ځینې هغه هېوادونه چې د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد تبلیغات کوي، شاهدان و اوسي چې څنګه ایرانیان د قرآن پیروي کوي او ورسره آشنا دي او ورته پاملرنه کوي.